اسلام آباد 01 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت پاكستاني فلاحي رياست جوړولو پلو روان دے۔ د روان كال په مهال مې وړومبۍ ترجيح ټولو وګړو ته د درملنو آسانۍ رسول او د چا نهر نه پاتے كېدل دي۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټس كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د كورونا وبا د لاسه كال 2020 مونږ لپاره او ګردې نړۍ له ډېر سخت وو ولې د لوئے څښتن په فضل مونږ د نړۍ د ډېرو هېوادونو په مقابله كښې زيات ښه شؤ۔ مونږ نه يوازې خلق د كورونا نه بچ كولو كښې كامياب پاتے شؤ بلكه هغوي مو د لوږې نه مړه كېدو نه هم بچ كړل۔ مونږ به پاكستان يو فلاحي رياست جوړؤ۔ د وزیراعظم د احساس پروګرام مقصد بې وزله كسانو ته سماجي تحفظ وركول دي او د صحت كارډ سكيم د لارې به عام وګړي ته د درملنو غوره آسانۍ ترلاسه وي۔ هغه ووئيل كے پي كے او پنجاب كښې د صحت كارډز وركولو عمل روان دے او زما ترجيح ده چې ټولو وګړو ته دا آساني ترلاسه شي۔ هيله ده چې په دې لړ كښې به ټولې صوبې دا پروګرام پېل كړي۔ وزیراعظم ووئيل په سمدستي توګه د ’’کوئی بھوکا نہ سوئے‘‘ عنوان سره منصوبه پېل كولې شي۔ دې دوه منصوبو سره به د پاكستان د روان كال تر پايې فلاحي رياست جوړولو كښې مرسته ترلاسه شي