په پاكستان كښې د سرماريه كارۍ موقعو څخه استفادې لپاره د روابطو زياتولو ضرورت دے. د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د يو اے اي سفير سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د متحده عرب امارات سفير عبېد ابراهيم سالم الزابي د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانې كښې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په مهمو او د شريكې خوښې په چارو خبرې شوي. په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل پاكستان او متحده عرب امارات ګڼ اړخيزه تاريخي ، كلتوري او مذهبي اړيكې لري. ده ووئيل په پاكستان كښې د سرماريه كارۍ د موقعو څخه استفادې لپاره د روابطو زياتولو ضرورت دے. د متحده عرب امارات سفير د پاكستاني حكومت لخوا د كورونا په وباﺀ قابو موندلو لپاره شوي اقدامات وستائيل او وې وئيل د لاك ډاٶن له امله ستونزې راپېدا شوې خو د حكومت اقدامات د ستائنې وړ دي.

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں