اپوزيشن چې څنګه پوځ په نښه كوي، په تاريخ كښې د دې مثال نشته. د وزيراعظم عمران خان د چكوال پوهنتون د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته وېنا

image
APP25-261220 CHAKWAL: December 26 - Prime Minister Imran Khan addressing after inauguration of projects. APP

چكوال 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې اپوزيشن چې څنګه پوځ په نښه كوي، په تاريخ كښې د دې مثال نشته، هغه ژبه كارول كېږي كومه چې هند د پاكستان او پوځ په ضد كاروي، په وړومبي ځل اپوزيشن پوځ، سرلښكر او د آئي اېس ائي مشر په نښه كوي، خبرې د جمهوريت كوي او پوځ ته په اقتدار قبضې كولو لپاره وائي، د چا په كرپشن چې د ټولې نړۍ په مجلو او ورځپاڼو كښې مضمونونه چاپ شوي دي او ډاكومېنټرې جوړې شوې دي، نن هغه د غلا پېسه بچ كولو لپاره فشار اچوي، كه دوي ته مو اېن آر او وركړه نو د دې نه لويه غداري به هېواد سره كومه بله نه وي، د يو زوې او د بل لور اېن آر او لپاره غونډې كوي، د دوي قابليت يوازې دا دے چې د دوي پلاران تر ټولو كرپټ دي او دوي د حلال په پېسو نه دي پالل شوي، د عام وګړي په ژوند كښې بهتري راولو، په هېواد به د قرض بوج كم كړو، د ځائي حكومتونو نظام سره به د تعليم ، روغتيا، ګورننس او پوليسو نظام بهتر كړو، داسې منصوبه جوړوو چې په هېواد كښې څوك هم وږې اوده نه شي. ده دا خبرې د خالي په ورځ په چكوال كښې د پوهنتون د بنياد تيګه كېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې خوشحاله يم چې نن په چكوال كښې داسې پروژې راوړلو سره راغلے يم د كومو په نتيجه كښې چې ټولنې بدلېږي، بدلون د ذهن بدلېدو سره راځي. وزيراعظم ووئيل چې چكوال، جهلم او ميانوالي داسې سيمې دي د كوم ځائ نه چې په لويه شمېره خلق په پاك پوځ كښې خدمات ترسره كوي. د دې سيمو خلقو هېواد لپاره قربانې وركړې دي خو له بده مرغه د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل اپوزيشن په پوځ داسې بريد كړے چې په تاريخ كښې ئې مثال نه ترلاسه كېږي. د دې څخه وړاندې په جنرل ﴿ر﴾ مشرف هم تنقيد شوے و خو هغه په سياست كښې و او د هېواد صدر و. اوس چې كومه ژبه د پوځ په ضد كارول كېږي، هغه د هندوستان ژبه ده. هند د پاكستان او د پاك پوځ په ضد پروپېګنډې لپاره داسې ژبه كاروي. اروپائي اېتلاف دا انكشاف كړے چې هند داسې 700 جعلي وېب پاڼې جوړې كړې وې د كومو د لارې به چې د پاكستان او د پاكستان د پوځ په ضد پروپېګنډا كېده. د مړو خلقو او د جعلي ورځپاڼو په نومونو هم وېب پاڼې او اكاٶنټس جوړ كړے شوي وو او مقصد ئې دا و چې د پاكستان په ضد داسې پروپېګنډا وكړې شي چې په پاكستان كښې څوك سرمايه كاري ونه كړي او د پاكستان پوځ كمزورې شي. دا د يو ترهګر او د روګ آرمي په توګه وړاندې كړې شي. دا هم معلومه شوې د دې وېب پاڼو او د اكاٶټس د لارې كوم چې پوځ بدنامولو لپاره كارول كېدې، اے پي ډي اېم پروموټ كولې شو. وزيراعظم ووئيل چې څوك دې د دوي نه پوښتنه وكړي چې كه درغلي شوې نو آيا دوي په كوم فورم د درغلې شكايت كړے، دوي كوم ثبوتونه نه لري ځكه ئې پوځ په نښه كول پېل كړي دي. وزيراعظم ووئيل چې د 30 كلونو نه د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ﴿ن﴾ مشرانو هېواد لوټلې. دوي به يو بل ته غله وئيل، د يو بل په ضد ئې مقدمې جوړولې، يو بل ئې په زندانونو كښې اچولي وو او اوس د غلا پېسه بچ كولو لپاره يو شوي دي او پوځ په نښه كوي. وزيراعظم ووئيل چې پاك پوځ هېواد لپاره قربانې وركوي، د پاكستان په ضد چې كومه ترهګري كېږي، مونږ ته معلومه شوې چې د كوم ځائ نه كېږي. وزيراعظم ووئيل چې مونږ د چين نه زده كړي دي چې خپل خلق څنګه د غربت نه بهر كول دي. پنځه كاله پس به په نظر راشي چې غربت ډېر كم شوے. مونږ داسې نظام راوړو چې څوك به هم وږې نه اوده كېږي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں