د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا 1502 كيسونه رامخې ته شوي ، 20 كسان په حق رسېدلي، این سی او سی

image

اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی) نېشنل كمانډ اینډ آپریشن سنټر (این سی او سی) د كورونا وائرس په اړه تازه شميرې جاری كړې دي۔ د خالي په ورځ د این سی او سی لخوا جاري شويو شميرو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس د يو زر 502 رنځورانو ټیسټونه مثبت راغلي او 20 كسان د دې وائرس له امله په حق رسېدلي دي۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 34 زره 400 ټیسټونه شوي دي. تر اوسه ټول هېواد كښې د كوویډ۔19 د ښو شوو كسانو شميره 3 لكه 17 زره 898 ته رسيدلې۔ په آزاد كشمیر,ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې د كووډ۔19 كوم هم رنځور دا مهال په وینټیلیټرز نشته دغسې ټول هېواد كښې كوویډ۔19 لپاره بيل شوو يو زر 857 وینټیلیټرز باندې د كورونا 129 رنځوران پراته دي۔ ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 ایكټو كېسونو شميره 16 زره 912 ده او د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 3 لكه 41 زره 753 ده ۔ ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 له امله د مړو شميره 6 زره 943 ده چې پكښې سندھ كښې 2 زره 667 ، پنجاب كښې 2 زره 399 ،خېبر پښتونخوا كښې يو زر 288 ،اسلام آباد كښې 236 كسان مړه شوې دغسې بلوچستان كښې 153 ، ګلګت بلتستان كښې 93 كسان او آزاد كشمیر كښې 107 كسان په حق رسېدلي دي۔ تر اوسه په ټول هېواد كښې كورونا 46 لكه 43 زره 913 ټیسټونه شوي دي۔(

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں