په تندې سره بدلېدونكې نړيواله منظر نامه په نظر كښې ساتلو سره به مونږ ته سفارتكاري جديد تقاضو سره هم آهنګ كول وي. شاه محمود قريشي

image

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په تندې سره بدلېدونكې نړيواله منظر نامه په نظر كښې ساتلو سره به مونږ ته سفارتكاري جديد تقاضو سره هم آهنګ كول وي، معاشي سفارتكاري زمونږ د سفارتي ترجيحاتو مهمه برخه ده، ډېر زر به د معاشي سفارت كارې ډويژن جوړ كړے شي. ده دا خبرې د معاشي سفارتكارې په اړه د يوې مهمې غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د وزيراعظم د قومي سلامتيا خاص مرستيال معيد يوسف هم ګډون وكړو. دا غونډه په خارجه وزارت كښې وشوه چې پكښې د معاشي سفارتكارې د ودې په بېلا بېلو اړخونو غور وٍكړے شو. په غونډه كښې د وزارت اعلٰي چارواكو هم ګډون وكړو. په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې په تندې سره بدلېدونكې نړيواله منظر نامه په نظر كښې ساتلو سره به مونږ ته سفارتكاري جديد تقاضو سره هم آهنګ كول وي. ده ووئيل چې معاشي سفارتكاري زمونږ د سفارتي ترجيحاتو مهمه برخه ده، ډېر زر به د معاشي سفارت كارې ډويژن جوړ كړے شي. ده ووئيل چې نويو سفارتكارو ته به د معاشي سفارتكارې په اړه خاص تربيه وركولې شي. خارجه وزير د سټرېټېجك كميونيكېشن ډويژن لا فعاله كولو لپاره د هر ډول ممكنه اقداماتو كولو هدايت هم وكړو.

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں