د غونډو په وجه د كورونا په كېسونو كښې اضافه كېږي. د سېنېټر فېصل جاوېد ټويټ

image

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټې چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد وئيلي دي چې د غونډو په وجه د كورونا په كېسونو كښې اضافه كېږي. د جمعې په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا له امله 111 كسان په حق رسېدلي دي. دا په دوهمه چپه كښې د يوې ورځې په مهال د مرګونو تر ټولو زياته شمېره ده. ده ووئيل چې پي ډي اېم د خلقو ژوند خطر سره مخ كړے. ده ووئيل چې د غونډو په وجه د كورونا په كېسونو كښې اضافه كېږي، دوي دا يوازې خپله غلا او كرپشن بچ كولو لپاره كوي. ده دعا وكړه چې الله تعالٰي دې مونږ ټول په خپل حفظ او امان كښې وساتي. ده ووئيل چې احتياط ډېر ضروري دے، اپوزيشن ته هم وايو چې احتياط دې وكړي، يوازې خپله غلا بچ كولو لپاره دې د خلقو ژوند خطر سره مخ نه كړي.

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں