نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 2615 كېسونه رامخې ته شول٬ 80 كسان مړه

image

اسلام آباد۔20 دسمبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې دي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د وائرس 2615 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 80 رنځوران مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائروس 2615 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه د دې وبا نه ګرد هېواد كښې 407,405 كسان ښه شوي۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړې شويو وېنټی لېټرز د كورونا 272 رنځوران یراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 40553 او د ځپليو 457,288 ته رسېدلې ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه 9330 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 23 لاکھ 1 زر341 ټېسټونه شوي۔ د كورونا درملنو له خاص كړې شويو د ګرد هېواد 615 روغتونونو كښې د 2891 رنځوران داخل دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں