د بوسنیا ، هرزیګووینا پریذیډنسی چئیرمېن شفیق جعفرووچ د سرلښكر جنرل قمر جاوید باجوہ سره وليدل

image

اسلام آباد 05 نومبر (اے پی پی) د بوسنیا ، هرزیګووینا پریذیډنسی چئیرمېن شفیق جعفرووچ د سرلښكر جنرل قمر جاوید باجوہ سره ليدلې دي ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو، سيمه ايزې سلامتیا او ] پاك بوسنیا او هرزیګووینا د اړيكو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئی اېس پی آر له مخې بوسنیا ، هرزیګووینا پریذیډنسی چئیرمېن شفیق جعفرووچ د جی ایچ کیو پينډۍ دوره وكړه چرته چې هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ د بوسنیا ، هرزیګووینا پریذیډنسی چئیرمېن شفیق جعفرووچ شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو له د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو۔سرلښكر جنرل قمر جاوید باجوہ په دې مهال ووئيل پاکستان بوسنیا او هرزیګووینا سره د ورورولۍ اړيكې لري او د دواړو هېوادونو ترمينځه وګړي خپلو كښې د مينې او خپلولۍ رشته لري۔ ملاقات كښې په دفاعی ، تکنیکی پوهه او د بېلو څانګو شريكو پروژو په اړه د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د بوسنیا ، هرزیګووینا پریذیډنسی چئیرمېن شفیق جعفرووچ سيمه كښې امن او استحکام لپاره د پاکستان پرله پسې هڅې وستائلې۔ دغسې دواړه هېوادونو دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو عزم وكړو

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں