د آئي ټي صنعت پرمختګ لپاره به مرسته كولې شي، د وزيراعظم عمران خان

image
APP49-161220 PESHAWAR: December 16 - Prime Minister Imran Khan addressing at Kamyab Jawan Program event. APP

پېښور 16 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ځوانانو له باور وركړے چې د آئي ټي صنعت پرمختګ لپاره به مرسته كولې شي٬ د هېواد په پرمختګ كښې سمال اېنډ مېډيم انټرپرائزز مهم کردار لري، دا په ماضي كښې نظر انداز كړې شوې، يو داسې نظام ته اړتيا ده چرته چې بېنك د ځوانانو بزنس آئيډياز لپاره بشپړه مرسته وكړي ۔ د دې خيالاتو ده د شوور په ورځ پېښور كښې د كامياب جوان پروګرام له مخې د چېكونو وېش دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له د خپلو ځوانانو د استعداد نه استفاده كول دي٬ مونږ خوشحاله يو چې ځوانان د لائيو سټاك په څانګه كښې پرمختګ غواړي۔ ده هيله څرګنده كړه چې ځوانان به په سائنسي بنيادونو د دې څانګې پرمختګ لپاره كار كوي چې ورسره به په هېواد كښې د شودو او لائيو سټاك پېداوار زيات شي۔ ده ووئيل كه مونږ د شودو پېداوار په دوه چنده كولو كامياب شوو نو دې سره به د آبادۍ لويې برخې ته ګټه ورسي۔ ده ووئېل د قبائيلي سيمو ځوانانو ته به هم روزګار لپاره قرض وركولے شي كوم چې وروستو پاتې دي۔ ده ووئيل د کامياب جوان پروګرام له مخې د چېكونو تقسيمولو بل پروګرام به په سوئيلي وزيرستان كښې كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل صوبه كښې د سېلګرۍ د ودې ډېر امكانات شته ٬ حكومت تنخا دارې طبقې له په ارزانه بيعه د كورنو جوړولو منصوبه پېل كړې، کامياب نوجوان پروګرام څخه به ځوانانو ته د كوچني كاروبار پېل كولو لپاره مرسته وركولې شي۔ ده ووئيل پاکستان په نړۍ كښې دوېم لوي هېواد دے چرته چې د ځوانانو شمېره زياته ده او دوي لپاره حكومت بېلا بېل پروګرامونه پېل كړي او دا لا زمونږ شروعات دے۔ ده ووئيل ځوانانو ته به دوكان يا هوټل جوړولو لپاره د بېنكونو نه قرض وركولے شي۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې د سسټم د لارې د ځوانانو مرسته وكړې شي ده ووئيل بل پړاٶ كښې به په سوئيلي وزيرستان كښې ځوانانو ته قرض وركولے شي۔ ده ووئيل نيوزي لېنډ او اروپائي هېوادونو په لائيو سټاك كښې زيات پرمختګ كړے ٬ هلته د پيو پېداوار شپږ چنده دے۔ وزيراعظم ووئيل يوازې په سويټزرلېنډ كښې د سکي ټورازم څخه 80 اربه ډالره امدن تر لاسه كېږي۔ ده ووئيل مونږ له د آئي ټي څانګې ته پاملرنه كولو ته اړتيا ده كومه چې په تندۍ سره پرمختګ كوي۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم عمران خان كامياب درخواست كوٶنكو له چېكونه وركړل

مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں