خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره په پاكستان كښې د متحده عرب امارات سفير حماد عبېد ابراهيم ملاقات

image
APP37-171220 DUBAI: December 17 - Ambassador of UAE to Pakistan, H.E. Hamad Obaid Ibrahim Al Zaabi called on Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi during his visit to UAE. APP

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره په پاكستان كښې د متحده عرب امارات سفير حماد عبېد ابراهيم د زيارت په ورځ په دبئي كښې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو خبرې شوي. د امارات سفير متحده عرب امارات ته په راتګ د خارجه وزير هركلے وكړو. خارجه وزير ووئيل متحده عرب امارات تل پاكستانو وروڼو سره د خاص مينې څرګندونه كړې. په پاكستان كښې د روغتونو په جوړولو او نورو پرمختيائي چارو كښې په مرسته كولو د متحده عرب امارات مننه كوو. ده ووئيل دواړه هېوادونه پخوانۍ د ورورولې اړيكې لري كومې چې زمونږ تاريخي، كلتوري، ادبي، معاشي او اقتصادي اړيكو لا قوي كړي. شاه محمود قريشي ووئيل زه باور لرم چې په سباٶن كښې به د پاكستان او امارات اړيكې لا قوي شي. په پاكستان كښې د امارات سفير حماد عبېد ابراهيم د خارجه وزير مننه كولو سره د دواړو هېوادونو اړيكې قوي كولو لپاره د بشپړه هڅو كولو باور وركړو. په دې موقع په دوبئي كښې د پاكستان قونصل جنرل احمد امجد علي هم موجود ؤ

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں