پاکستان د هندي ميډيا په فرانس کښې د مېشته پاکستانیانو په اړه غلط او بې اساسه راپورونه رد كوي

image

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) پاکستان د هندي ميډيا په فرانس كښې د مېشته پاكستانيانو په اړه غلط او بې اساسه خبرونه رد كړي دي كومو كښې چې وئيلې شوي دي چې د اوسنيو پېښو نه و روستو فرانس كښې مېشته پاكستانيان ستونزو سره مخ دي۔ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري د اتوار په ورځ جاري كړې خپل بيان كښې وئيلي چې د هندي ميډيا ځينو برخو او د جعلي ټوئټر اكاؤنټس د لارې د خپرېدونكو فېك نيوز نوټس اخستے شوے دے۔ وياند ووئيل دا ډول بې اساسه او په غلطو معلوماتو اډانه خبرونه د هند د پاكستان مخالف پروپېګنډې برخه ده۔ وياند ووئيل فرانس كښی مېشته پاكستاني وګړي قانون خوښوونكي وګړي دي او هغوي د فرانس معيشت كښې مثبت كردار ترسره كوي۔ وياند ووئيل چې فرانس كښې مېشته پاكستانيانو لخوا د اوسنيو پېښو نه وروسته كوم شكايت رامخے ته شوے نه دے۔ هغه ووئيل چې د سمو معلوماتو لپاره بايد پېرس كښې د پاكستاني سفارت ټويټر هېنډل @PakinFrance ته رجوع وكړے شي

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں