اسلام آباد 16 دسمبر (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوی وئيلي دي سیالكوټ هوائي ميدان جوړيدو سره به پاكستان كښې د سېلګرۍ څانګه وده وكړي ۔ د سیالكوټ هوائي ميدان نه يواځې د پاكستان بلكه سيمه كښې د خپل نوعيت وړومبنے هوائي ميدان دے، حكومت د كورونا وائرس وباﺀ له امله د هوابازۍ په څانګه منفی اثرات څخه خبر دے۔د دې خیالاتو څرګندونه ده سیالكوټ هوائي ميدان انتظامیې پلاوي چئیرمېن میاں نعیم جاوید سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د شورو په ورځ ملاقات كولو ۔ ملاقات كښې د هوابازۍ وزير غلام سرور خان، د ایوی ایشن سیكرټری شوكت علي او ډی جی سول ایوی ایشن هم موجود ؤ۔ صدر عارف علوي د سیالكوټ هوائي ميدان په جوړولو د سیالكوټ چیمبر آف كامرس هڅې وستائلې۔ صدر ډاكټر عارف علوی ووئيل نوې هوائي ميدان جوړيدو سره به د هېواد برآمدات زيات شي او د سېلګرۍ څانګه به وده وكړي۔ده ووئيل د سیالكوټ هوائي ميدان نه يواځې د پاكستان بلكه سيمه كښې د خپل نوعيت وړومبنے هوائي ميدان دے۔ده ووئيل حكومت د كورونا وائرس وباﺀ له امله د هوابازۍ په څانګه منفی اثرات څخه خبر دے۔ صدر ووئيل حكومت د كورونا وائرس وباﺀ په مهال كاروباري څانګې له هر ممكن ریلیف وركړے۔ د سیالكوټ سوداګره ورورولي د كارپوریټ سوشل رسپانسیبلټی ترمخه په زړه پورې خذمات ترسره كوي