د پي ډي اېم جلوس به جوش سره راوځي۔ زنده دلان لاهور به مسترد شويو عناصرو ته د هغوي اوقات په ګوته كړي۔ فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د پنجاب اعلی وزير عثمان بزادر د اطلاعاتو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د پي ډي اېم جلوس به جوش سره راوځي۔ زنده دلان لاهور به مسترد شويو عناصرو ته د هغوي اوقات په ګوته كړي۔ د كورونا سختې وبا باوجود جلسه كول حماقت دے۔ د اپوزيشن په دماغو كښې بهوس او زړونو كښې بغض او دشمني ده۔ هغې ووئيل په 24 ساعتونو كښې پنجاب كښی د كورونا 26 رنځوران مړه شوي دي۔ د كورونا نوې رنځورانو شمېرې 629 دي او لاهور كښ د ځپليو مجموعي شمېره 62 زره ته رسېدلې ده۔ هغې ووئيل پنجاب كښې د كورونا ځپليو شمېره 1 لك 26 زره 526 ده۔ هغه زياته كړې چې پنجاب كښې تر دې دمه 3320 رنځوران د كورونا د لاسه د مرګ خولې ته تلي ۔ دې دعا وكړه چې په داسې صورتحال كښې د پي ډي اېم جلسه كول د اولس ژوند سره لوبې كول دي۔ لوئے څښتن دے دوئي ته هدايت و كړي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں