اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی وئيلي دي پاکستان او کرغزستان خپلو كښې نزدې اړيكې لري، خو د پاکستان او کرغزستان نزدې اړيكو لرلو باوجود تجارتی حجم کم دے ، دوه اړخيزه تجارتی حجم زياتولو ته اړتيا ده۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيرت په ورځ کرغزستان كښې کنفرنس ته د ورچوئل لنك د لارې خطاب کښې وكړه۔ د کنفرنس سرخط ”د رابطه کارۍ په دور كښې د پاکستان او کرغزستان: ستره لاره شاهراه ریشم کردار“ دے۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل د دې کنفرنس په سوب مونږ ته په معلوماتو د خيالاتو څرګندونې موقع ترلاسه شوې ۔ د پاکستان او کرغزستان خپلو كښې نزدې د ورورولۍ اړيكې لري خو د پاکستان او کرغزستان نزدې اړيكو لرلو باوجود تجارتی حجم کم دے۔ده ووئيل دوه اړخيزه تجارتی حجم زياتولو او د شريكو دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي لوظنامو عملدرآمد باوري كولو ته اړتيا ده۔ موجوده دور د رابطه کارۍ دور دے۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل مونږ له د رابطه کارۍ موقعو څخه استفاده کولو سره به د پرمختګ عمل مخ په وړاندې بوتلل وي۔ بی آر آئی منصوبه د مينځني اسياﺀ هېوادونو لپاره د اقتصادي راهدارۍ څخه د بشپړه استفادې كولو موقعې وركوي۔ سی پیك د پاکستان لپاره د سيمې سره د رابطه کارۍ نوې موقعې راپیدا کړي۔ده ووئيل پاکستان يو امناكه هېواد دے او امن لپاره ئې قربانۍ وركړي۔ پاکستان سيمه كښې امن او پرمختګ او سوكالۍ له اهميت وركوي۔ صادق سنجرانی ووئيل پاکستان د افغان امن عمل په هره كچه مرسته کړې۔د سيمې رابطه کاري او مرسته زياتولو له امن او سلامتیا مهمه ده ۔ پاکستان تر مينځني اسياﺀ هېوادونو رسنه ترلاسه كولو او اقتصادي او معاشي تګ راتګ تندولو له چمتو دے۔ده ووئيل پاکستان او کرغزستان خپلو كښې دوه اړخيزه اړيكو له زيات اهميت وركوي۔مونږ له به د اقتصادي راهدارۍ ترمخه معاشي او اقتصادي پرمختګ لپاره په ګډه هڅې كول وي۔په دې مهال د سېنېټ چیئرمېن د کنفرنس منتظمینو او لاهور سینټر فار پیس ریسرچ هڅې وستائلې۔