حافظ طاهر محمود اشرفي د متحده عرب اماراتو لنډ مهال سفير سره ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 08 دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د مېنځني ختيځ خاص استازي او د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي د نهې په ورځ د متحده عرب اماراتو لنډمهاله سيفر راشد عبرالرحمان آل علي سره ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د پاكستان او متحده عرب اماراتو په اړيكو ، اسلامي نړۍ او د عرب نړۍ په اوسني صورتحال خبرې وشوې. د پاكستان علما كونسل لخوا جاري شوي بيان له مخې د متحده عرب اماراتو لنډ مهاله سفير د سفارت په دوره كولو د حافظ طاهر محمود اشرفي مننه وكړه او وې وئيل چې د متحده عرب اماراتو او د پاكستان اړيكې د دوه وروڼو اړيكې دي. د دورې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل چې دواړه هېوادونو د وروڼو پشان اړيكې لري، پاكستان ته د اماراتو سلامتيا او استحكام ډېر عزيز دے او پاكستان ټولې مسئلې د مذاكراتو او تفاهم د لارې حل كول غواړي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې متحده عرب اماراتو سره د وېزو معاملې ترسره شوې دي.

مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں