خارجه وزير شاه محمد قريشي سره په جنېوا كښې د پاكستان پخواني دائمي استازي فرخ عامل ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 08 دسمبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمد قريشي سره په جنېوا كښې د پاكستان پخواني دائمي استازي فرخ عامل د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د خارجه پالېسې په بېلا بېلو چارو او د شريكې خوښي په موضوعاتو خبرې وشوې. خارجه وزير پخواني دائمي استازي ته ووئيل چې د ملازمت په مهال خارجه وزارت لپاره ستاسو خدمات د ستائنې وړ دي. خارجه وزير ووئيل چې د پاكستان خارجه پاليسي د اوسني وخت تقاضو سره هم آهنګ كولو او په خارجه محاذ د چېلنجونو مخ نيوي لپاره تجربه لرونكو پخوانو سفيرانو سره مشاورت زما په ترجيحاتو كښې شامل دے. فرخ عامل د كشمير مسئلې پشمول مهمې خارجه چارې په نړيواله كچه په موثر ډول وړاندې كولو او په منطقه كښې امن لپاره په غوره مصالحتي كردار ترسره كولو خارجه وزير ته مباركي وركړه.

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں