انجونو ته د زده كړو رسنه باوري كولو سره سره په نوي يو برابر قومي نصاب كښې د مېرمنو د احترام او ساتنې ترويج له مواد شاملوؤ۔ د زده كړو او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود

image

اسلام آباد۔ 8 دسمبر (اے پی پی) د زده كړو او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې د ټولنې په كچه رويو كښې بدلون له زده كړې او د زده كړو نصاب مهم كردار ترسره كوي۔ د نهې په ورځ د مېرمنو په ضد د جرمونو ختمولو نړيوال كمپائن حوالې سره خپل خصوصي پېغام كښې هغه ووئيل چې مونږ انجونو ته د زده كړو رسنه باوري كولو سره سره په نوي او يو برابر قومي نصاب كښې د مېرمنو د احترام او ساتنې ترويج له مواد شاملوؤ۔ هغه ووئيل استاذان او مور پلار دې د نوي كول تربيه كښې د مېرمنو عزت او احترام ته خاص اهميت وركړي۔

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں