کورونا وباء په تناظر كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 31مه خصوصی غونډه به د جمعې په ورځ پائې ته ورسي

image

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پی پی)کورونا وباء په تناظر كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 31مه خصوصی ورچوئل غونډه د زيات په ورځ په 03 دسمبر نیویارك كښې پيل شوې كومه به چې نن د جمعې په ورځ پائې ته ورسي۔ دوه ورځنۍ خصوصی غونډې مقصد کورونا وباء اثرات او د دې څخه بچ كيدو لپاره د اقدامات جاج اخستلو پشمول معیشت ته رسيدونكې زيان ته پام لرنه كول دي۔ په غونډه كښې د بيلو هېوادونو مشرانو ګډون كولو۔ وزیراعظم عمران خان هم غونډې ته خطاب وكړو، چې پكښې هغه کورونا څخه بچ كيدو په اړه د پاكستان حکومت د اړخه شوې اقدامات نه يواځې تفصیلی احاطه وكړه بلكه دې څخه مخنيوي لپره ئې لس نکاتی ایجنډا هم وړاندې كړه۔کورونا وړومبي لهر په مهال د وزیراعظم عمران خان د اړخه خپل كړې شوي سمارټ لاك ډاؤن تګلاره نړۍ كښې ستائلې شوي او ځينې پرمختګ كونكو هېوادونو هم د پاکستان په طرز معیشت ښه كولو له اقدامات کوي۔پاکستان كښې د وباء له امله معاشی چیلنجونه د كومو چې مقابله شوي هغه نړۍ ستائلې دي۔ احساس پروګرام او وګړو له روزګار وركولو پشمول تعمیراتی څانګې بحالۍ لپاره غیرمعمولی اقدامات د دې ښكاره مثالونه دي د كومې ذكر چې وزيراعظم په خپل خطاب كښې كړې۔ ميډي اله مخې د غونډې په وړومبۍ ورځ د بيل سیشنز په مال مشرانو په انفرادی كچه ګډون نه علاوه د پینل په كچه هم مباحثې وشوي چې پكښې د وباء مخنيوي ، سباؤن تګلارې اوویکسین جوړولو په اړه غور وشو۔ شميرې له مخې کورونا وباء نه يواځې د ملګرو ملتونو 75 كاله تاریخ كښې د صحت تر ټولو لوئې بحران دې بلکه سماجی ،معاشی ،سلامتیا او بشري حقونو په اړھ دا يوه لويه انسانی المیه ګرځولې كيږي دې څخه نه يواځې پرمختګ كونكې بلكه پرمختللي هېوادونه هم ځپلې شوي۔وزیر اعظم عمران خان هم په خپل تقریر كښې ووئيل 1930 نه پس دا مهال د وبا له مخې نړۍ د لوئ کساد بازارۍ سره مخ ده۔ پرمختګ كونكې هېوادونه د معیشت سنبھالولو جوګه نه دي او دوه نه درې ټریلیونه ډالره بندوبست هم نه شي كولې۔ د غونډې په وړومبۍ ورځ خپل خطابونو كښې د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر اینټونیو ګټریش او د كاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو په پرمختګ كونكو هېوادونه خبره وكړه

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں