اسلام آباد۔25نومبر(اے پی پی) خارجه وزیر شاہ محمود قریشی د او آئی سی خارجه وزيرانو کونسل په 47 غونډه كښې د ګډون لپاره به نائیجر ته په دوه ورځنۍ دوره ځي ۔ غونډه به په 27 او 28 نومبر نیامی كښې كيږي٬ د شورو په ورځ د خارجه دفتر تر مخه مخدوم شاہ محمود قریشی د اسلامی تعاون تنظیم (او آئی سی) خارجه وزيرانو کونسل (سی ایف ایم) په 47 مه غونډه كښې به د پاکستاني پلاوي مشري كوي۔ په غونډه كښې د 57 او آئی سی غړو هېوادونو د 5 مبصرو هيوادونو د استازو ګډون امكان لري ۔ دوه ورځڼۍ غونډه كښې به د اسلامو فوبیا خاتمي او د مذهبونو سپكاوي سره د فلسطین٬ جموں وکشمیر كشالي٬ په غیر مسلمه ریاستونو كښې د مسلمو ټولنو او اقلیتونو په صورتحال٬ د او آئی سی 2025 په ایکشن پروګرام او د تهذیبی، كلتوري او مذہبی مکالمو په وده خبري اتري كېږي۔ د او آئی سی کونسل د افریقي غړو او د ساحلي ریاستونو ته د ورپېښو “سلامتی او هیومنیټېرین چیلنجونو” په بابله يو سیشن هم منعقد كوي۔ خارجه وزیر د 5 اګست 2019 نه پس په هند كښې د غیر قانونی او يو مخيزه کاروايئو او د هغي په نتیجه كښې د مقبوضه جمو وکشمیر آبادیاتی ډھانچه بدلولو اقداماتو او مقبوضه سيمو كښې د زياتو شوو بشري حقونو خلاف ورزو په صورتحال به خپل نظر وړاندې كوي