اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د ټېكسټائل څانګه د كووېډ 19 وباﺀ باوجود هم زمونږ د معيشت د شوي پرمختګ عكاسي كوي. د شورو په ورځ په ټويټر خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د فېصل آباد ټېكسټائل انډسټرې ډيمانډ او اېكسپورټ آرډرز په ځانګړي توګه زيات شوي. وزيراعظم ووئيل د تجارت او صنعت وزارتونو ته سپارښتنې شوي چې هغوي د زيات شوي طلب پوره كولو لپاره د ټېكسټائل څانګې هر ډول ضروري مرسته باوري كړي