د حكومت سمارټ لاك ډاون پالیسۍ په وجه د پاكستان معیشت بحالۍ پلو روان دے، حفیظ شیخ

image

اسلام آباد 26 نومبر (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټرعبدالحفیظ شیخ وئيلي دي د حكومت سمارټ لاك ډاؤن پالیسۍ په وجه د پاكستان معیشت بحالۍ پلو روان دے۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ پاكستان كښې د برتانيې هائی كمشنر ډاكټركرسټین ټرنر سره ملاقات كښې كړې۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړېكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ، د وزیراعظم د خزانې صلاحكار برتانیې هائی كمشنر د كورونا وائرس خراب معاشی اثرات كمولو او د ټولنې غریبو او كمزور طبقو تحفظ لپاره د پورته كړو اقداماتو څخه خبر كړو۔ ده د برتانيې هائی كمشنر ته د پاكستان اقتصادی پس او پیش منظر په اړه هم بريفنګ وركړو ۔ ده ووئيل د حكومتي اقداماتو په وجه ترسیلات زر رالېږل زيات شوي، نيغ په نيغه غیرملكی سرمایه كاری زياته شوې ، محصولات زيات شوي ۔ ده ووئيل د روان مالي كال په وړومبنو درېو مياشتو كښې د روانو حسابونو كھاته فاضل شوې۔ډاكټرعبدالحفیظ شیخ ووئيل حكومت سمارټ لاك ډاؤن پالیسی اختیار كړې او د وګړو د ژوند تحفظ سره سره معیشت هم روان ساتلے شوے، د سمارټ لاك ډاؤن پالیسۍ په وجه د پاكستان معیشت اوس د بحالۍ پلو روان شوے۔ د برتانيې هائی كمشنر پاكستان له د وباﺀ معاشي او سماجي اثرات كمولو په لړ كښې د برتانيې حكومت د اړخه د هر ممكنه مرستې باور وركړو

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں