24په تېر شوا روز كښې د كورونا وائرس 3306 كیسونه رامخې ته شول ،40 كسان مړه شول ،45 زره 999 ټیسټونه وكړے شول ، د ایكټو كیسونو شميره 43 زره 963 ته ورسيده ،این سی او سی

image

اسلام آباد 26 نومبر (اے پی پی) نېشنل كمانډ اینډآپریشن سنټر (این سی او سی) د كورونا وائرس په اړه تازه شميرې جاري كړي۔ د زيارت په ورځ د این سی او سی جاري شمېرې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 3 زره 306 رنځورانو ټیسټونه مثبت راغلي او 40 كسان د دې وائرس له امله مړه شوي چې پكښې 37 كسان روغتونو كښې او 3 رنځوران كورونو كښې د قرنطینه په مهال مړه شوي۔ د تيرو 24ساعتو په مهال د كورونا 45 زره 999 ټیسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 12 زره 159, پنجاب كښې 18 زره 766, خېبر پښتونخوا كښې 5 زره 534, اسلام آباد كښې 8 زره 16, بلوچستان كښې 709,ګلګت بلتستان كښې 320, آزاد كشمیر كښې 495 ټیسټونه شامل دي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 له امله د ښه شوو كسانو شميره 3 لكهه 34 زره 392 ته رسيدلې۔ګلګت بلتستان،آزاد كشمیر او بلوچستان كښې د كووېډ۔19 كوم هم رنځور دا مهال په وینټیلیټرز نشته دغسې ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 لپاره بيل شوو يو زر 767 وینټیلیټرز باندې د كورونا 284 رنځوران پراته دي۔ ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 ایكټو كیسونو شميره 43 زره 963 ده۔ د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 3 لكهه 86 زره 198 ده چې پكښې آزاد كشمیر كښې 6 زره 403, بلوچستان كښې 16 زره 942, ګلګت بلتستان كښې 4 زره 583، اسلام آباد كښې 28 زره 555, خېبر پښتونخوا كښې 45 زره 828، پنجاب كښې يو لكه 16 زره 506 او سندھ كښې يو لكه 67 زره 381 رنځوران شامل دي۔ ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 له امله د مړو شوو كسانو شميره 7 زره 843 ده چې پكښې سندھ كښې 2 زره 866 مړه شوي دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال 5 رنځوران روغتونونو او 3 رنځوران كورونو كښې د قرنطینه په مهال د دې وائرس له امله مړه شوي، پنجاب كښې 2 زره 923 كسان مړه شوي ٬ دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال 19 رنځوران روغتونونو كښې د دې وائرس له امله مړه شوي ،اسلام آباد كښې په مجموعي توګه 297 كسان مړه شوي او په تيرو 24 ساعتو كښې 6 رنځوران روغتونونو كښې د دې وائرس له امله مړه شوي،بلوچستان كښې ټول 165 او ګلګت بلتستان كښې 96 كسان مړه شوي ، آزاد كشمیر كښې د دې وائرس له امله 152 مړه شوي دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال يو رنځور روغتون كښې د دې وائرس له امله مړ شوے ۔تر اوسه ټول هېواد كښې د كورونا 53 لكهه 43 زره 702 ټیسټونه شوي۔ټول هېواد كښې د كورونا درملنې لپاره بيلو شوو 613 روغتونونو كښې 2 زره 485 رنځوران داخل دي۔

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں