اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د ځوانانو چارو په اړه د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار د مخالفې ډلې د ټګۍ تور مسترد كولو سره وئيلي دي تحريك انصاف به ګلګت بلتستان كښې واضح اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوي ځكه چې اولس د وزيراعظم عمران خان په كاميابه پوليسو باور لري۔ د شورو په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل بدعنوان مخالفين په ګلګت بلتستان ټاكنو كښې د وزيراعظم عمران خان د مقبوليت نه ېرېږي او دې لپاره ئې كمپائن پیل كړے۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې مخالفين پي ټي آئي ته ماتې نه شي وركولې۔ ده ووئيل پيپلزپارټۍ او مسلم ليګ (ن) تر څو لسيزو په ګلګت بلتستان حكومت كښې د كار كولو په ځائ ذاتي مفادات ترلاسه كړي۔ ده ووئيل پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) عمرله په پنجاب او د سندھ په خاص سيمو كښې ووټ ترلاسه كړے۔عثمان ډار باور وركړو چې سباٶن كښې به د ګلګت بلتستان اولس پارلمان كښې نمائندګي لري او د هېواد د نورو برخو غوندې د ټولو آئيني حقونو به حقدار وي