اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ميا نواز شريف او د ميا شهباز شريف د مور په مړينه خواشيني ښودلې. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې هغه د ميا نواز شريف او د ميا شهباز شريف د مور په مړينه شريف كورنۍ سره غمرازي كوي. وزيراعظم دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادې ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.