د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې د پاك افغان فرېنډ شپ ګروپ د اېګزېكټو كمېټۍ غونډه

image
APP41-06 ISLAMABAD: August 06 - Speaker National Assembly Asad Qaiser talking to speaker of the Wolesi Jirga (Afghanistan Parliament) Mir Rahman Rahmani through video link. APP

اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې د پاك افغان فرېنډ شپ ګروپ د اېګزېكټو كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ شوې چې پكښې د قامي اسمبلۍ غړو يعقوب شېخ، شندانه ګلزار، د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد ګډون كړے او د وېډيو لنك د لارې ارباب شهزاد او افغانستان لپاره د وزراعظم خاص استازي صادق خان هم پكښې ګډون كولو۔ په غونډه كښې د كسټم چارواكي او د بلوچستان چيف سېكرټري هم ګډون كوول۔ په دې موقع د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد د افغانستان دورې په مهال افغان حكومت او كاروباري ورورولۍ سره د شوو ملاقاتونو په نتيجه كښې په پېشرفت بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل پاكساتن كښې تېره مياشت تر سره شوے د پاك افغان تجارت او سرمايه كارۍ لپاره سېمينار د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او سرمايه كارۍ ته پراختيا وركولو لپاره مهم سنګ ميل دے۔ په دې موقع سپيکر اسد قېصر ووئيل په پاك افغان بارډر د رامخې ته مسئلو حل لپاره د فرېنډ شپ ګروپ او د ټاسك فورس د هلو ځلو په نتيجه كښې د دواړو هېوادونو تجارت او سرمايه كاري زياته شوې۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د افغانستان د 23 پارلماني غړو پشمول پلاوي د تجارت او سرمايه كارۍ په لړ كښې د پاكستان دوره كړې٬ پاك۔افغان فرينډشپ ګروپس او ټاسک فورس به د ايګزيکټيو کميټۍ په سفارشاتو عملدرآمد لپاره خپل كردار لوبوي۔ ده امر وكړٶ چې په پاك افغان ترجيحي تجارتي لوظنامه مذاكرات دې زر تر زره بشپړ كړے شي

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں