اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د ګالف ودې سره سره په بهرنيو هېوادونو كښې د هېواد غوره نمائندګي كولو لپاره د ګالفر ډاډګېرنه ضروري ده. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د 47م پاكستان اوپن ګالف چېمپئن شپ دستورې ته د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې وكړې. صدر مملكت ووئيل چې هغه په خپله ګالف سره شوق لري، دا ډېره زړه راكښونكې لوبه ده. ده چېمپئن شپ ګټونكو ته مباركي وركولو سره ووئيل چې په لوبه كښې د ګټلو هڅه د ټېلنټ مخ په وړاندې بوتللو كښې مرسته كوونكې ثابته شي. ده ووئيل چې پاكستان په تېر وخت كښې د هاكې او سكواش په مېدان كښې نړيوال لوبغاړي تيار كړي. صدر مملكت ووئيل چې هغه په مارګله ګالف كلب كښې 18 هولز لوبه كوي او پياده تللو ته ترجيح وركوي. ده ووئيل چې په پاكستان كښې 15 زره ګالفرز او 48 ګالف كورسز دي خو چې كورسز ته غوره اسانيې وركړې شي نو داسې به دا لوبه وده وكړي. صدر ماشومانو او مېرمنو لپاره د ګالف اسانيو معرفي كولو هم ستائنه وكړه. په دې موقع صدر د كورونا وبا په نظر كښې ساتلو سره ووئيل چې بايد ماسك واغوستل شي، سماجي فاصله دې وساتل شي او بايد احتياطي تدابير عملي كړې شي. ده ووئيل چې د ماسك نه بغېر د ګڼې ګوڼې ځائ ته د تللو څخه ډډه وكړې شي او په دې حالاتو كښې دې د مشرانو خاص خيال وساتلې شي.