د ماشومانو نړيواله ورځ او د يونيسېف وړاندېزونه
اے پي پي اردو سروس
پښتو ترجمه: جنت ګل
د پاكستان پشمول په ګرده نړۍ كښې د ماشومانو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه ٬ سږ كال د ورځې لمانځلو اهميت د تېرو كلونو په مقابل كښې زيات شوے ٬ كه يو خوا ماشومان د غذائيت كمي٬ ناامنۍ٬ د تعليم څخه محرومۍ غوندې ستونزو سره مخ دي نو سږ كال د كرونا په سبب هم د دوي ژوند خطر سره مخ دے هم دا وجه ده چې سږ كال د ماشومانو نړيوالې ورځې ته ډېر اهميت وركړے شو ۔ په دې ورځ لكه د ټولې نړۍ په پاكستان كښې هم د ماشومانو د حقونو په اړه شعور رابېدارولو له دستورې وشوې٬ بېلا بېلې ودانۍ د علامت په توګه روشن كړے شوې٬د ملګرو ملتونو لخوا يونيسف هم سږ كال د نورو كلونو په نسبت دې ورځې ته زياته پام لرنه كړې ۔ د ماشومانو نړيوالې ورځ په موقع د قائد مزار٬ د لاهور شاهي قلعه سره زيارت بلوچستان كښې د قائداعظم استوګنه او په اسلام آباد كښې د پاكستان يادګار (مانومنټ) پشمول 30 مهمې تاريخي او يادګاري ودانۍ په اودي بلبونو روشن كړې شوې وې۔
پاکستان كښې يونيسف دا اقدام د بشري حقونو وفاقي وزارت سره په ګډه پورته كړے او په دې موقع ئې د دې عزم څرګندونه كړې چې د ماشومانو حقونو كنونشن (سي آر سي) تر مخه به د هېواد هر ماشوم ته د هغه ټول حقونه وركولے شي٬ پاکستان او ګرده نړۍ كښې مهمې٬ تاريخي او يادګاري ودانۍ په علامتي توګه د اودي رنګ په رڼاګانو روښانه كولو دا درېم كال دے او د دې مقصد د نړۍ پام د ماشومانو د حقونو كنونشن بنياد جوړېدونكي وژن پلو راګرځول دي دغسې چې د ماشومانو د حقونو غږ د پاكستان پشمول د ګردئ نړۍ ماشومانو لپاره په حقيقت بدل كړے شي۔ د ماشومانو نړيوالې ورځ په موقع يونيسف خپل رپورټ كښې خبردارے وركړے چې د كرونا وائرس له امله په اوسني صورتحال كښې د ماشومانو حقونه د خطر سره مخ كېدې شي٬ پاکستان او په ګرده نړۍ كښې د ماشومانو نړيوالې ورځ په موقع يونيسف د کرونا وباء په اړه خپل نوې رپورټ “ايورټنګ لوسټ کووِېډ جنرېشن” جاري كړے چې پكښې د وباء صورتحال په جاري پاتې كېدو په ماشومانو د كېدونكو خطرناكو اثراتو جاج اغستے شوے ٬ رپورټ كښې وئيلي شوي اګر چه په عامه توګه په ماشومانو كښې د كرونا علامات شدت نه لري خو په ماشومانو كښې د دې اثرات تر ډېرې مودې پاتې كېږي او د دوي په تعليم ٬ خوراك او د صحت په خدمات منفي اثرات مرتب كېدو سره د دوي ژوند ځپلے كېږي٬ د کووِېډ-19 نړيوالې وباء په مهال دا غلط فهمۍ پرله پسې خپرېږې چې د دې رنځ په ماشومانو اثرات د نشت برابر دي۔
د يونيسف اېګزيکټو ډائريکټرې هنريټا فور په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل ماشومان نه يوازې رنځ څخه ځپلے كېدے شي بلكې د رنځ د خپرېدو سبب هم جوړېدے شي خو دا د يوې لوي مسئلې يوازې لږه برخه ده٬ ماشومانو لپاره ضروري خدمات وركولو كښې تعطل او د غربت شرح كښې زياتوالے ماشومانو لپاره د دې نه هم لوي خطر ګرځېدلے٬ دا بحران چې تر كومه حده اوږدېږي د ماشومانو تعليم ٬ صحت٬ خوراك او په ژوند به د دې دومره زيات منفي اثرات مرتب كېږي٬ دې لپاره مونږ دا ګڼو چې د ماشومانو سباٶن د سخت خطر سره مخ دے ٬ د رپورټ له مخې تر درېم نومبر 87 هېوادونو كښې چې پكښې د مختلف عمر خلقو شمېرې راغونډې كړې شوي د كووېډ-19 څخه د ځپلو ماشومانو يا نابالغه كسانو شمېره په 9 كښې يو يا بيا په 25.7 مېليونه آبادۍ كښې 11 فيصده وه٬ د عمر په تناسب سره ترلاسه كړو د زيات باور وړ شمېرو له مخې رنځ٬ مرګونه او د ټېسټ د غوره سهولتونو په مرسته دا اندازه په ښه ډول لګېدې شي چې د كرونا نړيوال بحران د زياتو خطرو ښكار ماشومان تر كومه حده متاثره كوي او د دې صورتحال موثره ځوابي اقدامات څه كېدې شي۔ په پاکستان كښې د يونېسف استازې عائدہ ګرما په دې موقع ووئيل د کووېډ-19 له امله راتلونكې بحران د ماشومانو د حقونو بحران دے٬ مونږ ټولو له په دې لړ كښې په ګډه كار كولو ته اړتيا ده ځكه چې نړيواله وباء د ماشومانو تعليم٬ خوراك او صحت ته ھغه زيان رسولے شي چې تلافي ئې ممكنه نه ده٬ مونږ له دا خبره باوري كولو ته اړتيا ده چې هر ماشوم ته ھغه ټولې اسانۍ وركړې شي د كومو ترلاسه كېدل چې د دوي بنيادي حق دے٬دا اسانۍ د ماشومانو بقا٬ صحت، تعليم او د دوي د صلاحيتونو د اظهار د حق سره تعلق لري۔ دې ووئېل يونېسف د پاکستان د ماشومانو او خلقو هر ډول ممكنه مرسته كوي دغسې چې ھغوي زر تر زره وبائي صورتحال څخه خلاصے ومومي ٬ مونږ به د پاكستان د حكومت مرسته روانه ساتو دغسې چې د پاكستان يو ماشوم هم وروستو پاتې نه شي۔ د رپورټ تر مخه كه د بنيادي حفاظتي انتظاماتو خيال وساتلے شي نو ماشومانو لپاره سكولونه پرانستې ساتل د سكولونو بندولو په نسبت لږ زيان مند دي ځكه چې سكول د كوڅې يا چم په كچه د وائرس خپرېدو بنيادي ذريعه نه ده او د دې خبرې امكانات زيات دي چې ماشومان د سكولونو په ځائ د سكولونو نه بهر د وائرس ښكار شي۔ رپورټ كښې زياته كړې شوې د كووېډ-19 په سبب صحت او د سماجي خدماتو معطلۍ ماشومانو لپاره زيات د خطر وړ صورتحال خپل كړے ۔ د يونېسف د ذكر شوې سروے په مهال 140 هېوادونو څخه ترلاسه شوو شمېرو څخه دا واضحه شوې چې كومو هېوادونو څخه دا شمېرې راجمع كړې شوي هلته د صحت سهولتونو او خدماتو كښې د كووېډ-19 په سبب لس فيصده كمے راغلے چې پكښې د معمول واكسين وركول٬ د ماشومانو د رنځونو درملنه او د ماشوم او مور د روغتيا سهولتونو كښې كمې شامل دے او د دې كمي سبب د كووېد-19 د ښكار كېدو ېره ده۔ په 135 هېوادونو كښې مېرمنو او ماشومانو لپاره د خوراك خدمات 40 فيصده كم شوي۔
په اکتوبر كال 2020 كښې 265 مېليونه ماشومان د سكول د خوراك نه محرومه شوې وو٬ دغه مهال دا اندېښنه راپېدا شوې وه چې د پنځو كالو نه كم عمره 250 مېليونه ماشومان د وټامن اے وركولو پروګرام څخه ګټه پورته كولو نه محرومېدې شي٬ د 65 هېوادونو څخه ترلاسه شمېرو نه برېښي تر ستمبر كال 2020 د سوشل ورركرز كورونو ته تګ او شمېرو كښې د تېر كال په نسبت واضحه كمے راغلے ۔ رپورټ كښې ښودلې شوې نورې د پرېشانۍ وړ شمېرې ښائي چې د ګرد هېواد په كچه د سكولونو بندېزو په سبب په 30 هېوادونو كښې 572 مېليونه ماشومان متاثر شوي كوم چې ګرده نړۍ كښې د سكولونو د ماشومانو د مجموعي شمېرې 33 فيصده دي۔ په غذائي خدمات كښې رامخې ته تعطل او د ناقص غذا زياتوالي په سبب په 12 مياشتو كښې دوه مېليونه نور ماشومان مړه او د دوه لكه ماشومانو د مړو پېدا كېدو خطرات راپېدا شوي٬ په كال 2020 كښې د پنځو كالو نه كم عمره د 6 نه تر 7 مېليونه ماشومان به په ناقص غذا د ودې نه كولو سره مخ شي ٬ د دې مطلب دا دے چې سږ كال به د دې مسائلو په سبب د ماشومانو د مرګ شرح تر 14 فيصده زياته شي او هره مياشت به په خاص توګه افريقه او نيمه صحرائي افريقه كښې د ناقص غذا په سبب لس زره زيات ماشومان مري۔ په نړيواله كچه د غربت ښكار ماشومان څوك چې تعليم، صحت، استوګنې، غذا، صحت٬ صفائۍ او د څښلو اوبو ته رسنه نه لري د هغوي په شمېره 15 فيصده زياتېدې شي ۔د دې مطلب دا دے چې په كال 2020 كښې 150 مېليونه ماشومان د غربت ګڼو ستونزو سره مخ كېدې شي٬ د دې بحران په ځوابي اقداماتو كښې يونېسف د ګردې نړۍ په حكومتونو او شراكتدارو زور رواړے چې ھغوي د ټولو ماشومانو انټرنېټ ته رسنې سره دا خبره باوري كړي چې ټول ماشومان تعليم ترلاسه كوي، د صحت او غذائي تحفظ اسانيو ته د رسنې ضمانت وركړې او هر ماشوم لپاره واكسين ترلاسه كول ممكن او باوري كړې ٬ د ماشومانو او د ځوانانو د ذهني صحت تحفظ وكړي او د دوي د استحصال ٬ صنفي تشدد او د ماشومانو څخه د بې غورۍ خاتمه دې وكړې شي ٬ د څښلو پاكې او محفوظه اوبه٬ روغتيا او د صفائۍ سهولتونو ته رسنه دې زياته كړې شي او د ماحولياتي تنزلۍ او د موسمياتي بدلون مسائلو دې حل ولټولے شي٬ په ماشومانو كښې غربت ته د رحجان زياتېدو دې خاتمه وكړې شي او هر ماشوم د غربت نه خلاصولو لپاره دې پلان جوړ كړے شي ۔ دغسې د شخړو ، آفتونو او د كډه كولو اړوندو مسئلو او د ستونزو ښكار ماشومانو د كورني تحفظ او ملاتړ لپاره هلې ځلې زياتې كړې۔ د ماشومانو د نړيوالې ورځ په موقع حپلو خبره كښې ډاکټر فور ووئيل په دې ورځ مونږ په حكومتونو٬ شراكتدارو او په نجي څانګو زور رواړو چې ھغوي د ماشومانو خبره واوري او د ھغوي ضرورتونه په ترجيحي بنيادونو ترسره كړي٬ دا مهال كله چې مونږ د وباء په ورځو كښې خپل سباٶن ته ګورو بايد ماشومانو ته خاص پام لرنه وكړو۔
په مننه د اے پي پي