د سيرت النبي(ص) په رڼا كښې د پاكستان تعليمي نظام بيا د سره جاج اخستلو ته اړتيا ده،بايد كردار سازۍ، جديد تكنيكي تعليم ته پام لرنه وكړې شي۔نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار

image

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د سيرت النبي(ص) په رڼا كښې د پاكستان د تعليمي نظام بيا د سره جاج اخستلو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي بايد تعليمي نظام د كردار سازۍ، تكنيكي پرمختګ ، روحاني او اخلاقي اقدار او صلاحيتونو ښكاره كولو ته پام لرنه كولو سره په ګڼ اړخيزه نقطه نظر اډانه وي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د نهي په ورځ د عيد ميلاد النبي صلي الله عليه وسلم په لړ كښې سيرت النبي صلي الله عليه وسلم كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔د مذهبي چارو وزارت د سيوري لاندې د دې كنفرنس سرخط “رياستي تعليمي نظام،رسول الله صلي الله عليه وسلم د تعليماتو په رڼا كښې “منتخب كړې شوي ؤ،چې پكښې د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسين ،د مذهبي چارو وفاقي سيكرټري ذوالفقار حيدر نه علاوه د بيل مكاتب فكر سره تعلق لرونكو علمائے كرامو، مشائخ ،سفارت كارو، مصنفينو او محققينو ګډون وكړو۔ نائب وزيراعظم په خپل خطاب كښې ووئيل د تعليم مقصد يواځي مادي كاميابي نه بلكه روحاني نشوونما او صلاحيتونو ښكاره كولو لپاره د ټولني ښېګړه كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ده ووئيل پاكستان كښې نظام تعليم د كڼو چيلنجونو سره مخ دے۔تعليمي ادارے شته خو د تربيې كمې دے۔حاجت د دې خبري دے چې د تعليمي نظام بيا د سره جاج واخستلے شي او هغه د سيرت النبي صلي الله عليه وسلم په رڼا كښې مرتب كړې شي دغسې چې زمونږ نسلونه نه يواځي علم ترلاسه كړي بلكه د هغوي تربيه هم د اسلامي اصولو له مخې وي۔ده د مذهبي چارو وزير له تجويز وركړو چې د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې او علماء كرامو تجاويز شاملولو سره د تعليم وزارت سره په ګډه د دې جاج واخلي او ضروري اصلاحات وكړي۔اسلام كښې د تعليم په اهميت رڼا اچولو سره ده وړومبې نازل شوې قرآني آيت “ولولۍ د خپل رب په نامه سره چا چې نړۍ پيدا كړي ” او نبي كريم صلي الله عليه وسلم ګڼو احاديث حواله ئې وركړه۔ده ووئيل تعليم د وګړو د ښېګړې لپاره مهم كردار ترسره كړې۔علم انسانان په ښه او بد كښې د تميز كولو جوګه كوي۔ده ووئيل اسلام په هر مسلمان علم ترلاسه كول فرض كړې او په دې لړ كښې رياست د وسائلو وركولو ذمه وار دے۔ده ووئيل د تعليم د لارې انسان خپل خداداد صلاحيتونه كاروي او د ټولني په نشوونما كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔بايد مونږ دا خبره باوري كړو چې زمونږ تعليمي ادارے نه يواځي دنياوي علوم كښې ممتاز وي بلكه په دې كښې د اسلامي اخلاقيات او روحانيت هم مهم كردار وي۔اسحاق ډار د سوشل ميډيا او نور جديد مواصلاتي ذريعو متعارفي كيدو نه پس د ټولني او په خاص توګه د ځوانانو په اخلاق د هغې په منفي اثرات خبري كولو سره ووئيل علمائے كرامو ، تعليم پوهانو او زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې د دې صورتحال مخنيوي او د نوي نسل اخلاق ښه كولو له خپل كردار ترسره كړو۔ده ووئيل سماجي انصاف د اسلامي نظام تعليم يوه مهمه برخه ده،دې لپاره بايد مونږ د تعليمي نظام هغه اقدار له وركړو۔محمد اسحاق ډار هېواد كښې د مذهبي او عصري تعليمي نظام ترمينځه په تقسيم هم رڼا واچوله۔ده ووئيل د يو متحد او كوټلې نظام تعليم ترمخه د دين او دنيا دواړو علومو ښه تعليم وركولې شو۔په دې موقع نائب وزيراعظم د نبي كريم صلي الله عليه وسلم حيات طيبه او په تعليمات بيل كيټيګريز كښې د كتابونو ښه مصنفينو سره سره حمد او نعت او د كنفرنس د سرخط مناسبت سره په مقالاجات انعامونه هم وركړل۔

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں