د خېبرپښتونخوا او بلوچستان پشمول په هېواد كښې د ترهه ګرۍ پیښې زياتې شوي ٬په لويه شمېره امنيتي اهلكارو د خپلو ځانونو قرباني وركړې ٬ د ترهه ګرۍ اوسنۍ چپه د پاكستان په ضد منظم سازش دے۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

image

اسلام آباد 24جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په هېواد كښې د ترهه ګرۍ په اوسنۍ چپه د افسوس څرګندونه كولو سره وئېلي دي دا د پاكستان په ضد يو منظم سازش دے٬له بده مرغه تحريك طالبان پاكستان د افغانستان خاروه د پاكستان په ضد ترهه ګرۍ له كاروي٬مونږ د خپلو وګړو حفاظت لپاره په مكمل توګه چمتو يو٬مونږ غواړو چې معاملات د امن او خبرو د لارې حل شي٬په منطقه كښې به د امن څخه پرمختګ او خوشحالي راشي٬ په 9 مئي د پاكستان بنياد ښوځولو كښې ككړ ټولګے د پاكستان پرامن وګړو او د پاك پوځ په ضد دے او د مختلف چالونو څخه نوې وارداتونه كوي كوم به چې په هېڅ صورت برداشت نه كړے شي۔د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته وينا كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل په فلسطين كښې د انسانيت خلاف ناوړه ظلمونه كېږي او 40 زره فلسطينيان په بې دردۍ سره شهيد كړے شول چې پكښې په زرګونو ماشومان هم شامل دي٬د دې ظلمونو او بربريت مثال نه ترلاسه كېږي٬د سلامتي كونسل منظور شوو قراردادونو او د نړيوال انصاف وركونكې عدالت دا عمل بدترين ظلم ګرځولے خو مجال دے چې په اسرائيلي حكومت د دې لږ هم اثر شوے وي ٬ ده ووئېل كله چې چرته هم نوے قرارداد منظورېږي د اسرائيل ظلمونه لا زياتېږي د دې ظلمونو چې څومره هم غندنه وشي لږه ده۔ده ووئيل په آستانه كښې اېس سي او كنفرنس كښې د اسرائيل جارحيت معامله په بشپړه ډول پورته كړې شوې ۔نورو اسلامي هېوادونو هم د اېس سي او پليټ فارم څخه دا مسئله رامخې ته كړې۔ده ووئيل چ له بده مرغه د المان پشمول په نورو هېوادونو كښې زمونږ په سفارتخانو بريدونه وكړے شول ٬دا افسوس ناكه پېښې دي٬خارجه وزير د دې سمدستي نوټس اغستے ٬د خپلو سفارتخانو حفاظت زمونږ ذمه واري ده٬ ده ووئېل د اړوندو هېوادنو سفيران طلب كړئ او هغوي ته سخت احتجاج كول پكار دے٬د سفارتخانو او عملې حفاظت باوري كول د كوربه هېواد ذمه واري ده۔وزيراعظم ووئېل حكومت كاروبار كښې آسانۍ راپیدا كولو لپاره بشپپره خوښي لري ٬ په دې اړه داخله وزارت او اړوندو وزارتونو او چارواكو يو لوئې ګام اغستو سره ويزه رجيم كښې لوئې بدلون راوستو٬په دې ټول د مباركۍ مستحق دي۔د دې له مخې به د 126 هېوادونو څخه د سوداګرو٬ټريولز او سېلګرو څخه ويزه فيس نشي اغستلے۔ ده ووئېل دې څخه به بهرنۍ سرمايه كاري زياته شي٬د دې حتمي منظوري به كابينه وركوي٬ويزه پالېسۍ كښې د نرمۍ پريكړې څخه پاكستان بهر څخه راتلوونكو لپاره زړه راښكونكے ځاے ګرځېدلے۔ده ووئيل دا يوه لويه پريكړه ده او په دې كښې شاملو ټولو ته پیرزوئنې وړاندې كوم۔ده ووئيل دې سره به د اليكټرانك فارم د لارې په 24 ساعته كښې ويزه ترلاسه كېږي۔وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې په هوائي اډو د اي ګيټس لګولو عمل روان دے ٬د ګوادر پشمول په 9 هوائي اډو د دې اجرا كېږي ٬په وړومبي پړاؤ كښې به كراچي٬لاهور او اسلام آباد كښې اي ګيټس لګولې شي۔ده ووئيل دې عمل څخه به مذهبي سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي او په پاكستان كښې ښه مذهبي ځايونه موجود دي٬په شمالي سيمو كښې هم ښه د سېلګرۍ ځايونه شته ٬ دې اقدام څخه به هلته هم سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئېل دې اقدام څخه به معيشت مستحكم شي٬د زرمبادله په پانګو كښې به هم زياتوالے راشي۔ده ووئيل اتحادي حكومت معاشي چېلنجونو سره مخ دے٬هڅې كول زمونږ فرض دي٬كه په محنت مو كار وكړو نو نتيجې به د ډاډ وړ وي۔ده ووئيل آئي اېم اېف سره د سټاف ليول لوظ نامه شوې اوس د دې منظوري بورډ آف ګورننس له وركول دي۔د بجټ په مهال دا فشار ؤ ٬د رامخې ته شوو چېلنجونو له مخې اولس ته د رېليف آسانيو په اړه په بجټ كښې لوئې پريكړې شوي٬غريب د ګرانۍ پشمول نورو چېلنجونو سره مخ دے٬مونږ په خپل بجټ كښې كمے كولو سره مستحقو د بجلۍ صارفينو ته 50 اربه روپۍ سبسډي وركړه ۔ده ووئيل په اجتماعي هڅو مخلوط حكومت په رامخې ته چېلنجونو قابو موندلو كښې كاميابېږي٬د معاشي چېلنجونو مخ نيوي لپاره دې ټول سټيك هولډرز په ګډه خپل كردار ادا كړي۔ده ووئيل په اوسنو ورځو كښې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان پشمول په هېواد كښې د ترهه ګرۍ په پیښو كښې زياتوالے راغلے٬په لويه شمېره كښې امنيتي اهلكارو د خپلو ځانونو قرباني وركړې ٬دا د پاكستان په ضد يو منظم سازش دے٬د ترهه ګرۍ چپه د افسوس وړ ده ٬ په دې كښې د ځينې ګاونډي هېوادونو خاوره كارولې كېږي٬په دې اړه هغوي سره په مختلف فورمز خبرې شوي٬مونږ د 40 كلونو څخه د هغوي د كډوالو كوربتوب كوو٬هغوي زمونږ وروڼه دي٬هغوي دې دلته اوسېږي٬په حالات سازګارېدو به بېرته ځي٬خو د مېلمستياﺀ بدل دا وركړے كېږي چې د هغوي د خاروې څخه ټي ټي پي د پاكستان په ضد ترهه ګري وكړي دا خو د قبولو وړ عمل نه دے٬ ده ووئېل مونږ د خپلو وګړو بشپړ حفاظت باوري كولو لپاره چمتو ولاړ يو خو مونږ غواړو چې د خبرو اترو د لارې مسئله حل شي٬مونږ په امن سره پاتې شو ٬ كه په دې منطقه كښې امن راشي نو پرمختګ او خوشحالي به هم وي٬زمونږ ځوانانو ډېرې قربانۍ وركړي د دوي قربانۍ به تل په ښه ټكو يادولې شي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د هر ډول حالات مقابلې كولو لپاره چمتو يو۔وزيراعظم ووئېل په 9 مئي يو ټولګې په دې هېواد كښې اړے ګړے راجوړ كړے ؤ او د پاكستان په كمزورې كولو كښې ئې كوم كسر نه دې پرېښودلے ٬ټولو ته معلومه ده چې په ماضي كښې هغوي په پارليمان او پي ټي وي بريدونه كړي٬د وزيراعظم هاؤس ګير چاپېره ډلې راغلې وې٬نن هغوي د پاكستان په ضد نوې چالونه چلوي ٬د پاك پوځ په ضد منظم پراپیګنډه كوي٬ سر لښكر او د هغوي كورنۍ په سوشل مېډيا په نخښه كوي٬ دا د نه قبلولو وړ دي ٬ ده ووئېل وسله وال ځواكونه زمونږ د پولو ساتندويه دي٬دوي په خپله وينه د هېواد آبياري كوي او د خپل ځان پروا نه كولو څخه ئې د پولو حفاظت باوري كړے ٬ د پاكستان د مفادات تحفظ له به يو ګا هم په شا لاړ نه شو۔

مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں