حكومت د آئيني اقدارو د پاسدارۍ ٬ د قانون حكمرانۍ ٬ د جمهوريت او بشري حقونو د تحفظ كوټلے عزم لري ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د جمهوريت نړيوالې ورځې په موقعه پيغام

image

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی):وزیرِ اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې مونږ د بشري ټولنې د بنيادي او مهم قدر په توګه د جمهوريت د مضبوطيا او دې ته د ودې وركولو عزم پخلے كوؤ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې د جمهوريت نړيوالې ورځې په موقعه جاري كړې شوي خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل نن په ګرده نړۍ كښې د جمهوريت نړيواله ورځ لمانځلې شي٬ په دې موقعه مونږ د بشري ټولنې د بنيادي او مهم قدر په توګه د جمهوريت د مضبوطيا او دې ته د ودې وركولو عزم پخلے كوؤ۔ ده ووئيل حكومت د آئيني اقدارو د پاسدارۍ ٬ د جمهوريت ٬ قانون حكمرانۍ او د بشري حقونو د تحفظ كوټلې عزم لري٬ په دې اقدارو عملدرآمد زمونږ د قامي سلوك عكاسي كوي۔ راځۍ چې په دې ننۍ ورځ د يوې داسې نړيوالې ټولنې جوړولو هڅې كولو عزم وكړؤ كومه كښې چې انصاف وي۔ ده ووئيل د ګډې مرستې د لارې مونږ د جمهوريت بنيادونه مضبوطولو سره دا خبره باوري كولې شؤ چې دا به د اميد څرك سره سره دا د راروانو نسلونو د پرمختګ پېش خېمه هم ثابت شي۔

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں