د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وزارت او د سول سوسائټي کوليشن فار کلائميټ چينج په مرسته درې ورځني پاليسي ايکشن ډائيلاګ پېل شول

image

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) انټرنيشنل سينټر فار انټيګريټډ ماٶنټين ډويلپمنټ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وزارت او د سول سوسائټي کوليشن فار کلائميټ چينج په مرسته د شورو په ورځ درې ورځني پاليسي ايکشن ډائيلاګ پېل كړي چې عنوان يې د “کريوسفيئر، اوبه، د خوراک حفاظت او د آفتونو په خطر كښې كمي له د موسمياتي بدلون اثرات مخنيوے” ٶ۔ په دستوره كښې د موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر رومينه خورشيد عالم او نورو وېنا وكړه ٬ په دې مهال د وفاقي او صوبائي حكومتونو اړوند چارواكي هم ګډون وو چې مقصد يي موسمياتي بدلون څخه د پېدا شوو مهمو چېلنجونو مخنيوے او د پاليسۍ موثره نفاذ لپاره لائحه جوړول دي۔ د انټرنيشنل سينټر فار انټيګريټډ ماٶنټين ډويلپمنټ ډائريکټر جنرل ډاکټر پيما ګيامتشو خپلې وېنا كښې په دې خبره زور رواړو چې هندوکش هماليه منطقه كښې د پيچلو ماحولياتي چيلنجز څخه مخنيوي له زمونږ اداره مهم كردار لوبوي۔ د سول سوسائټي کوليشن فار کلائميټ چينج چيف ايګزيکټو عائشه خان د غرونو ماحولياتي اهميت٬ د اپ سټريم او ډاٶن سټريم کميونټيز ترمېنځه په شريك ربط رڼا واچوله۔ د وزيراعظم کوآرډينيټر رومينه خورشيد عالم خپلې وېنا كښې د اباسين په اهميت رڼا واچوله كوم چې د پاكستان اولس ته د څښلو اوبه وركوي خو د زياتېدونكي درجه حرارت په سبب اباسين فشار سره مخ دے۔ دې د حكومتي هلو ځلو ذكر كولو سره ووئيل ليونګ انډس پراجيکټ، ريچارج پاکستان او د ګلوف ټو منصوبو مقصد د اوبو كمے او د واورو د تالابونو څخه د سېلاب زيات شوے خطر لرې كول دي۔ دې ووئيل د موسمياتي بدلون پوله نه وي ة دې لپاره کراس سيکټر کوآرډينيشن، تل پاتې طريقو كښې سرمايه کاري او ريزيلينس پيدا كولو لپاره په کميونټي اډانه موافقت ته ضرورت دے۔ د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (اېن ډي ايم اے) چيئرمين ليفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك ووئيل د کريوسفيئر د ګرمۍ د خطر وړ اثر څخه د اباسين په طاس كښې د ګليشئرز ويلي كېدو رفتار تر خطر ناك حد په زياتېدو دے

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں