اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق آئي جي اسلام آباد ته د قانوني طريقه كار له مخې د قامي اسمبلۍ نيولے شوو غړو پارليمان ته د راوستلو امر كولو سره هدايت كړے دے چې ټولو ګرفتار كړو غړو سره دې مهذب سلوك وكړے شي او هغوي ته دې غوره آسانۍ وركړې شي٬ تېره ورځ د رامخې ته شوې پېښې به بشپړه پلټنې كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پارليماني ګوندونو لارښودو او غړو سره په خپل چېمبر كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع پارليماني غړو پارليمان څخه د پارليماني غړو د ګرفتارۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه او سپيكر څخه يۍ استدعا وكړه چې په دې پېښه دې سخت اېكشن واغستلے شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د دې معاملې ټولو ګوندونو سره په ګډه د حل كولو عزم څرګند كړو۔ سپیکر ووئيل په تېره ورځ چې كومه پېښه رامخې ته شوې په هغې د زړه له كومي خفه يم۔ ټول پارليماني غړي ما لپاره محترم دي٬ د پارليمان په وقار به كومه سودا ونه كړې شي ٬ د اسمبلۍ د غړو د ګرفتارۍ اطلاعات اندېښمند دي۔ ده ووئيل په دې اړه مو د پلټنيو حكم جاري كړے۔ ده ووئيل د تېرې ورځې د پېښې به بشپړه پلټنې كولې شي او د پېښې فوټېج ترلاسه كولې شي۔ دغسې سپيكر آئي جي اسلام آباد څخه د پېښې فوري او بشپړ رپورټ وغوښتلو۔ ده ووئيل د پارليمان تقدس او احترام په مونږ ټولو لازم دے۔ سپیکر سره ملاقات كوؤنكو كښې وفاقی وزيران اعظم نذیر تارړ، عبدالعلیم خان، رانا ثناء ، د قامي اسمبلۍ غړي سید خورشید احمد شاہ، سید نوید قمر، طارق فضل چوهدري ، نور عالم خان، شاندانه ګلزار، خالد حسین مګسی، د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالک حسین، سید امین الحق، امجد علي خان، شاهدہ اختر علي ، علي محمد خان، د سنی اتحاد کونسل مشر صاحبزادہ حامد رضا او نور شامل وو