پېنډۍ 06 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د جمعې په ورځ د پاكستان دفاع ورځ په موقع د کيپټن احمد بدر شهيد كور ته لاړو او د شهيد پلار کرنل (ر) بدر الدين او نورو سره ملاقات وكړو۔ وفاقي وزير په دې موقع د شهيد كورنۍ سره غمرازي كولو سره د شهيد لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ د شهيد كورنۍ سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل کيپټن احمد بدر شهيد زمونږ فخر دے٬ قام به د شهيد قربانۍ هېڅ كله هېرې نه كړي٬ د شهيدانو قربانۍ به عبث نه شي۔ وفاقي وزير ووئيل د شهيد پلار د يو عظيم او باهمته پلار ثبوت وړاندې كړے٬ د خپل زوي په شهادت چې ده د كومې جذبې څرګندونه كړې ټول قام په دې وياړ لري٬ وفاقي وزير ووئيل نن چې مونږ پخپلو كورونو كښې محفوظ يو نو دا د احمد بدر شهيد غوندې د شهيدانو د قربانيو په سبب دے ۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت او پاك پوځ د فتنه الخوارج د خاتمې عزم لري٬ د فتنه الخوارج لعنت به خاتمه كوٶ۔ ده ووئيل په 27مه روژه د پاكستان جوړېدل د دې خبرې دليل دے چې دا هېواد به تر قيامته قائم وي۔ ده ووئيل په تاريخ كښې د اسلام په نامه دوه ځله هجرت شوے٬ يو د مدينې هجرت او يو هجرت په كال 1947 كښې پاكستان لپاره شوے ٬ دا هېواد په عظيمو قربانيو ترلاسه شوے۔ ده ووئيل د شهيدانو په مونږ قرض دے٬ لوي څښتن دې د کيپټن احمد بدر شهيد په طفيل مونږ له هم توفيق راكړي چې د هېواد خدمت وكړو٬ د شهيد مور پلار ته سلام كوٶ۔ په دې موقع د کيپټن احمد بدر شهيد پلار کرنل ريټائرډ بدر الدين هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔