په ايم – پاكس وبا د قابو موندلو عزم لرؤ ٬ په ايئرپورټس د سكريننګ او سرويلنس نظام زيات فعاله او پياوړے دے : ډاكټر مختار احمد بھرتھ

image

اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) د روغتيا کوآرډینېڼر ډاكټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي چې په ايم – پاكس وبا د قابو موندلو عزم لرؤ ٬ په ايئرپورټس د سكريننګ او سرويلنس نظام زيات فعاله او پياوړے دے٬ وفاق او صوبې په ګډه په صورتحال نظر لري او ضروري اقدامات باوري كولې شي۔ د روغتيا وزارت وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د روغتيا كوآرډينېټر ډاكټر مختار احمد بھرتھ ددې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ د اېم-پاکس په موجوده صورتحال د اېن سي او سي غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې فېډرل سېکرټری هېلتھ ندیم محبوب ٬ ډی جی هېلتھ ،صوبائی وزیر صحت پرائمری هېلتھ کېئر خواجه عمران ، د اېن آئی اېچ پوهانو او صوبائي استازي ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د ټولو اړخونو بشپړ جاج واغستے شو۔ د بارډر هېلتھ سروسز ډائرېكټر په ائیر پورټس او بارډرز د پورته كېدونكو اقداماتو په اړه ووئيل۔ ډاكټر مختار احمد بھرتھ ووئيل د اوسنۍ منکی پاکس پبلک هېلتھ اېمرجنسی څخه وروستو د مسافرو سخت سكريننګ كولې شي۔ د اوسنۍ اېم- پاکس اېمرجنسی څخه وروستو تر دې دمه څلور كېسونه رپورټ شوي دي۔ په دې موقعه ډاكټر مختار بھرتھ په روان سرویلینس د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په ایئرپورټس د بارډر هېلتھ سرویلېنس ډلې زياتې خوارۍ سره كار كوي٬ د اېم پاك مخنيوي له د وفاق او صوو ډلې شپه اوورځ كار كوي۔ ډاكټر مختار بھرتھ ووئيل د وائرس تشخيص لپارهپه ګرد هېواد كښې لېبارټرۍ مختص كړې شوي دي۔ دغسې په ګرد هېواد كښې آئسولېشن لپاره روغتونونه بېل كړې شوي دي او هره ګھړۍ د صورتحال نګراني كولې شي

مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں