د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر سيد مير غلام مصطفٰی شاه د شاهين II په كاميابه تجربه مباركي

image

اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد مير غلام مصطفٰی شاه د پاكستان بېلستك ميزائل شاهين II په كامياب لانچنګ مباركي وركړې ده ۔د نهې په ورځ خپل د مباركۍ پېغام كښې ده د هېواد دفاع لپاره د پاك پوځ عزم او سائنسدانانو او انجينئرانو محنت ته د عقيدت پېرزئنې وړاندې كړې ٬ ده ووئېل د دفاعي ادارو٬صلاحيت لرونكو سائنسدانانو او انجينئرانو يوه بله كاميابي ترلاسه كولو سره د بيلسټك ميزائل شاهين II كامياب لانچنګ كړے۔دوهم سپيكر ووئېل په دې كاميابۍ ټول قام له د زړه نه مباركي وركوم ځكه چې د بېلسټك ميزائل شاهين II زمونږ د هېواد دفاعي صلاحيتونو كښې لا اضافه ده۔ ده ووئېل دا د پاك پوځ ځوانانو٬انجينئرانو او سائنسدانانو ټول قام لپاره د وياړ سبب دے۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې زمونږ هېواد له عمر له كاميابۍ وركړي۔

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں