اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف ته په پنځه وفاقي وزارتونو كښې اصلاحات لپاره سفارشات وړاندې كړے شوي، يو لاکھه 50 زره ته نزدې خالي چوكۍ د ختمولو او په هنګامي بنيادونو په بھرتیو د بنديز لګولو سفارش شوے دغسې د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وزارت او د سرحدي چارو وزارت ضم كولو او 5 وزارتونو كښې 28 ادارې په بشپړه ډول د بندولو، د نجکارۍ او نورو وزارتونو /وفاقی برخو ته منتقل کولو او د 12 ادارو د ضم کولو تجویز وركړے شوے۔ د جمعې په ورځ د وزیراعظم میډیا آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د حکومتی ډھانچې حجم او خرڅونو كښې د كمي كولو په اړه مهمه غونډه په وزیراعظم هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې وفاقی وزیرانو احسن اقبال ، احد خان چیمه ، محمد اورنګزیب ، رانا تنویر حسین ، وزیر مملکت شزا فاطمه ، وزیر مملکت علی پرویز ملك ، د پلاننګ کمېشن ډپټي چیئرمېن جهانزیب خان ، د وزیراعظم کوآرډینیټر ډاكټر ملك مختار احمد بھرتھ، د وزیراعظم کوآرډینیټر بلال اظهر کیانی او اړوندو اعلیٰ سرکاری افسرانو ګډون وكړو۔د غونډي ګډون كوونكو سره خبرو كښې وزیراعظم ووئيل حکومتی خرڅونو كښې كمي ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل د حکومت د ادارہ جاتی اصلاحات مقصد په قامی خزانه پېټے کمول او اولس له ښه سروسز وركول دي۔ده سپارښتنه وكړه چې داسې ادارې كومي چې د پبلك سروس په اړه كومه ښه کارکردګي نه ښائي او په قامی خزانه بوجھ ده هغه به يا په سمدستي توګه ختمولې شي يا دې د هغې نجکارۍ لپاره اقدامات وكړے شي۔ وزیراعظم ووئيل د كوچني او مينځني درجې کاروبار ډاډګيرنې له به د ادارې سمال اینډ میډیم انټر پرائزز ډویلپمنټ اتھارټي پخپله نګراني كوم۔دغسې ده سميډا د وزیراعظم آفس ماتحت كولو سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې د وفاقی حکومت رائیټ سائزنګ په اړه د خزاني وفاقی وزیر په مشرۍ كښې جوړې كمېټۍ تجاویز وړاندې كړل۔ کمېټۍ نزدې يو لاکھه 50 زره د خالي چوكو ختمولو ، نان-کور سروسز او د عام نوعیت کارونو لكه صفائۍ او جینیټورئل سروسز د آؤټ سورس کولو سفارش وكړو۔ چې بكښې د ګرېډ 16 پورې چوكۍ پرله پسې حتمولې شي ۔ کمېټۍ په بنګامي بنيادونو په بھرتیو بنديز لګولو او د وزارتونو د کیش بیلنسز خزاني وزارت ته د نګرانۍ سفارش هم وكړو۔په غونډه كښې د وفاقی حکومت رائیټ سائزنګ په اړه د خزاني وفاقی وزیر په مشرۍ كښې د جوړې كمېټۍ تجاویز وړاندې كړے شول۔د کمېټۍ په سفارش به د خزاني وزارت او نور وفاقی وزارتونه د کېش بیلنسز نګرانی کوي،د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وزارت، د سرحدي چارو وزارت ، د انفارمېشن ټیکنالوجی او ټیلی کمیونیکیشن وزارت،د صنعت او پیداوار وزارت او د قامي روغتيا وزارت كښې د اصلاحات په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔د کشمیر او ګلګت بلتستان وزارت او سرحدي چارو وزارت ضم کولو تجویز وركړے شو۔ وړاندې ذکر شوو 5 وزارتونو كښې 28 ادارې به بندولې شي،د دې د نجکارۍ او نورو وزارتونه/وفاقي برخو ته د منتقل کولو تجویز وركړے شو۔په دې 5 وزارتونو كښې د 12 ادارو ضم کولو تجویز وركړے شوے۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د دې مجوزہ اصلاحات منظوری دې د وفاقی کابینې څخه واخستلې شي۔ده د دې اصلاحات نفاذ له د کوټلې پلان وړاندې كولو سپارښتنه هم وكړه۔