اسلام آباد۔25نومبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې پاكستان د ميرمنو په ضد د تشدد ختمولو عزم لري ٬ پاكستان خپلې قامي هڅې د نړيوالو غوښتنو له مخې كوي٬ حكومت په مېرمنو د جسني تشدد او د كار په ځاے كښې دوئي ځورونې څخه ساتلو له قوانين جوړ كړې دي٬ مونږ د دې ادراك لرؤ او مونږ له اوږد سفر كول دي۔ د اتوار په ورځ صدر مملكت د مېرمنو په ضد د تشدد ختمولو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې ووئيل نن مونږ د مېرمنو په ضد د تشدد ختمولو نړيوالې ورځې په موقعه د تشدد بېلو صورتونو سره مخ د ګردې نړۍ مېرمنو او انجونو سره د يو والي څرګندونه كوؤ۔ دا ورځ مونږ ته د مېرمنو او انجونو په ضد تشدد ختمولو لپاره د خپلو هڅو تندول يادوي۔ سږ كال د دې نړيوالې ورځې سرخط “په 10 دقيقو كښې يوه مېرمن وژلې كيږي ٬ د مېرمنو په ضد تشدد ختمولو له يو موټې شۍ” دے۔ دا سرخط د بشري حقونو د سنګينې خلاف ورزۍ مخنيوي له د تګلارې وضعه كولو ٬ د ژوندۍ پاتې شوو مېرمنو مرستې كولو او په نظام كښې اصلاحات راوړلو لپاره د سرمايه كارۍ اهميت په ډاګه كوي۔ پاكستان د دې مسئلې حل كولو عزم لري او خپلې هڅې د نړيوالو غوښتنو له مخې كوي۔ ده ووئيل پخوانۍ وزيراعظمې شهیدې محترمې بېنظير بھټو د مېرمنو د حقونو بېرغ پورته كوؤنكې وه۔ په كال 1995ء كښې په بيجنګ كښې د مېرمنو په اړه شوي څلورم نړيوال كنفرنس كښې هغې په معاشي آزادۍ ٬ سماجي مساوات او د مېرمنو په تعليم زور راوړو۔ هغې يوه داسې ټولنه تشكيل كول غوښتل كومه چې په مېرمنو د تشدد څخه پاكه وي ٬ په كومه كښې چې مېرمنې په سياست ٬ كاروبار ٬ سفارتكارۍ او د ژوند په ټولو څانګو كښې اعلی كچې ته ورسي۔ ده ووئيل ماته په دې خوشحالي ده چې مونږ په پاكستان كښې د مېرمنو په ضد د تشدد ختمولو له ګټورې هڅې كوؤ۔ ده ووئيل حكومت په مېرمنو د جسني تشدد او د كار په ځاے كښې دوئي ځورونې څخه ساتلو له قوانين جوړ كړې دي۔ په پاكستان كښې فېملی پروټېکشن سېنټرز او وېمنز کرائسز شېلټرز جوړولو سره سره کونسلنګ، هېلپ لائنز او قانونی مرستې ته لاس رسي زياته شوې ده۔ ده ووئيل مونږ ته ددې ادراك شته او مونږ له به نور سفر هم كول وي۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ مونږ د مېرمنو د حقونو د تحفظ ٬ دوئي لپاره د يو محفوظ چاپېريال باوري كولو او په صنفي بنياد د تشدد ختمولو عزم پخلې كوؤ۔ ده ووئيل مونږ له به مېرمنو ته د زده كړو او هنر آسانۍ وركولو سره سره دوي په مالي توګه په خپلو پښو اوردول هم وي۔ دې سره سره د مېرمنو د حقونو په اړه شعور بېدارول او د تشدد ختمول هم ضروري دي۔ ده ووئيل باور لرم چې مونږ اجتماعي هڅو سره يو داسې محفوظ چاپېريال جوړولے شوو چرته چې كومه مېرمن تشدد سره مخ نه كړې شي۔