ژباړنه: ډاكټر محمد واحد الله ايوب
پېښور ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) خېبر څخه تر كراچۍ او چترال څخه تر ګوادر قام به د ستمبر 6 مه نېټه د جمعې ورځ د 59 مې دفاع او شهداﺀ ورځ په توګه وطن سره د مينې او ولولې تر مخه لمانځي٬ د ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكي وګړي به د پاكستان دې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي كومو چې د مورني وطن دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔ په دې موقع به پوځي او سوېلين چارواكو سره سره عام وګړي ٬ مشران ٬ د تعليم پوهان ٬ د سول سوسائټۍ غړي ٬ د بشري حقونو كارمندان ٬ كروندګر ٬ مزدور او ميډيا كاركنان د پاك پوځ شهيدانو او اتلانو ته د زړه له كومي د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي كومو چې د كال 1948، 1965 او 1971 جنګونو ٬ د كال 1999 كارګل جنګ او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ په دې اړه سینئر دفاعی تجزیه کار او د قانون پخواني سېکرتري برېګېډیئر (ر) محمود شاہ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل چې 6 ستمبر 1965 هغه ورځ وه كله چې هند د كوم اعلان يا خبرداري نه غېر په پاكستان د شپی په تياره كښې بريد وكړو٬ ټول پاكستانے اولس د خپل مېړني پوځ ترڅنګ د دښمن په ضد د اوسپنے دېوال غوندې اودرېد او د ځانګړې زړورتيا څرګندونه يي وكړه۔ محمود شاہ ووئيل پاک فضائیه او پاکستان آرټلری د كال 1965 په جنګ كښې د دښمن ملا ماته كړې۔ پاکستان د كال 1965 په جنګ كښې نزدې په 1617 مربع میل هندوستانی سيمه قبضه كړې وه۔ د دفاع ورځې په موقع د پاك بوځ شهيدانو او په خاص توګه د نشان حېدر درناوې ترلاسه كوؤنكو ته به د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولې شي۔ كه دلته د قام د مېړنو فرزندانو ذكر وكړے شي نو په هغوي كښې يو مېجر عزیز بھټی شهید (نشان حېدر) دے چا چې په 10 م ستمبر كال 1965 كښې لاهور ته نزدې د شهادت درناوې ترلاسه كولو څخه وړاندې لاهور ته نزدې د سټرېټجک بی آر بی کېنال تر 5 ورځو په كاميابۍ سره دفاع كړې وه۔ دغسې سکواډرن لیډر محمد محمود عالم كوم چې د اېم اېم عالم په نامه سره زيات يادېږي د دغه كال په 6 ستمبر د دښمن دوه جنګي الوتكې رانسكورې كړي او درېو نورو ته يۍ زيان ورسولے ؤ ۔ دې سره سره هغه په 7 ستمبر يوې دقيقې څخه هم په لږ وخت كښې د دښمن نورې 5 الوتكې تباه كړې وې ٬ د فضائيه په تاريخ كښې د دې مثال نه موندلے كېږي۔ د دې جنګ په مهال فلائټ لېفټېننټ امتیاز احمد بھټی ٬ سکواډرن لیډر سرفراز احمد رفیقي او اسکواډرن لیډر سجاد حیدر هم د دښمن ارادې ناكامه كړې وې۔ زمونږ د پوځ افسرانو او ځوانانو د ځانګړې قربانيو ورثه او لړۍ د كال 1948 جنګ كشمير كښې د كېپټن راجه محمد سرور شهيد (نشان حېدر) څخه پېل شوې وه كومه چې د كال 1965 په جنګ كښې مېجر عزیز بھټی شهید (نشان حېدر) ، 1971 كښې مېجر شبیر شریف شهید (نشان حېدر)، 1999 كښې د كارګل جنګ په مهال کېپټن کرنل شېر خان شهید (نشان حېدر) او حوالدار لالک جان شهید (نشان حېدر) مخ په وړاندې روانه وساتله۔ برېګېډیئر (ر)محمود شاہ ووئيل 29 كلن نوموړي ځوان افسر کېپټن کرنل شېر خان شهید (نشان حېدر ) لپاره مرګ هېڅ معنی نه لرله ٬ هغه د 17,000 فټ په بلندۍ د دښمن او سخت موسم دواړو مقابله وكړه۔ هغه په لائن آف کنټرول (اېل او سي) کارګل ته نزدې په ټائیګر هلز ګلټري سېکټر كښې دښمن ته زيات بشري او مادي زيان ورسولو۔ په 5 جولائی 1999 هندي ځواكونو د دوه بټالين په مرسته د ټائګر هلز په هغه پوستو بريد وكړو او د يوې بوستې په څه برخه يي قبضه وكړه۔ د ټولو ستونزو باوجود کرنل شیر خان د ځوابي بريد مشري وكړه او د لاسه تلې برخه يۍ بېرته واغسته۔ ده لكه د زمري د دشمن تعاقب وكړو او تر دې چې د دښمن كېمپ ته ورسېد چې د دې پاكې خاورې فرزند دښمن د زيات زيان سره مخ كړو۔ د سختې معركې په مهال د كارګل دا زمرے په سينه په ګولۍ ولګېد او په 5 جولائي1999 يي د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ وروستو د 12م اېن اېل آئی رجمنټ دې کېپټن کرنل شیر خان شهید (1970-1999) او حوالدار لالک جان شهید (1967-1999) ته د پاكستان تر ټولو اعلی پوځي اعزاز نشان حېدر وركړے شول۔ کېپټن کرنل شېر خان شهید د خېبر پښتونخوا اولنے پوځي افسر ؤ چا چې د نشان حېدر درناوې ترلاسه كړو۔ برېګیډیئر (ر) محمود شاہ ووئيل پاكستاني فضائيې په 27 فروري 2019 د اېل او سي دننه دوه هندي الوتكې رانسكورې كړي۔ دې سره سره يي يو پائليوټ هم ګرفتار كړوے ؤ او دا د پاك فضائيې د اعلی پېشه ور مهارت ٬ حوصلې او جنګي پوهې ثبوت دے۔ ده ووئيل په 27 فروري 2019 چې په بالاكوټ د هندي فضائي بريد څخه وروستو قام د كوم يووالي او جذبې څرګندونه وكړه هغه د كال 1965 د جنګ غوندې وه۔ ده ووئيل پاك فضائيې په دغه ورځ د دې خبرې ګواهي وركړه چې زمونږ وسله وال ځواكونه د دښمن د كومې هم بريد بشپړ ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل د ملكه ترنم نور جهان ملي سندرو د كال 1965 جنګ كښې په قام كښې وطن سره د مينې جذبه پېدا كړې وه۔ ده ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو مورني هېواد لپاره د ځانونو قرباني وركړې٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ وي يا قدرتي آفتونه پاك پوځ ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ برېګېډیئر (ر) محمود شاہ ووئيل پاکستان د قائداعظم محمد علی جناح په فعاله مشرتابه كښې زمونږ د مشرانو د سترو قربانيو څخه وروستو جوړ شوے٬ مونږ ټولو له به سخته خواري كول وي٬ دغسې چې دا د نړۍ تر ټولو لويو هېوادونو څخه يو جوړ كړے شي