اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په قاهره كښې ” د سبا معيشت لپاره ځوانان ٬ د د كوچنۍ او منځومانې طبقې كاروبار كښې سرمايه كاري” په سرخط كېدونكي د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو (ډی ۔8) په 11مه سرمشريزه غونډه كښې ګډون كولو له په درې ورځنۍ سركاري دوره مصر ته روان شو۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به په سرمشريزه غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كولو سره د روزګار موقعو د رامخې ته كولو ٬ جدت ته د ودې وركولو او ځائي كاروبار ته د رواج وركولو او همكارۍ په بنياد معيشت لپاره د ځوانانو ٬ او د كوچنۍ او منځومانۍ طبقې كاروبار (اېس اېم ایز) كښې د سرمايه كارۍ اهميت په ډاګه كوي۔ وزیراعظم به د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو د تنظيم ډی ۔8 وضع کړې اصولو له مخې د مرستې او عملدرآمد په لړ كښې د پاكستان د مضبوط عزم څرګندونه كوي۔ وزیراعظم به كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو هېوادونو سره په ګډه دوه اړخيزه ګټور پرمختګ لپاره همكاريو سره سره د كركيلې ٬ غذائي تحفظ او سېلګرۍ څانګه كښې د مرستې په اهميت زور راوړي۔ وزيراعظم به د ځوانانو په خپلو پښو اودرولو د او د هغوي معاشي پرمختګ له د پاكستاني حكومت په اقداماتو هم رڼا اچوي۔ هغه به په منځني ختيز كښې د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې په رامخې ته شوې وضعه غور وفكر له په غزه او لبنان كښې د بشري بحران او تعمير نو په چېلنجونو د ډي اېټ په خصوصي غونډه كښې هم ګډون كوي۔ وزیراعظم به د فلسطين په اړه د پاكستان اصولي دريځ په ډاګه كولو سره په منځني ختيز كښې د امن په بحالۍ زور راوړي۔ وزيراعظم به په سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوؤنكو لارښودو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔ نائب وزیر اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاء تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره په كنفرنس كښې ګډون كوي۔