د شنګھائي مرستي تنظيم غونډي سره به د پاکستان په نړيواله كچه مثبت تشخص لاړ شي، پاکستان زمونږ د ټولو د انا او سياست څخه لوئ دے، دا به د ك وم تن د انا په خاطر نه شي قربانولې۔احسن اقبال

image

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ووئيل د شنګھائي مرستي تنظيم غونډي سره به د پاکستان په نړيواله كچه مثبت تشخص لاړ شي، پاکستان زمونږ د ټولو د انا او سياست څخه لوئ دے، دا به د ك وم تن د انا په خاطر نه شي قربانولې، د يو سياسي ګوند د اړخه په داسې موقع د احتجاج کال وركول د هېواد دښمني ده، دغه ګوند د چا په په خاص ايجنډا كار كوي هغوي له به د دې ځواب وركول وي۔د خالي په ورځ ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاکستان لپاره دلوئ اعزاز خبره ده چې په 15 او 16 اکتوبر د اېس سي او مشرانو غونډي كوربتوب كوي، دې کنفرنس له د 9 هېوادونو مشران چې پكښې د چين او روس وزيراعظمان هم راځي،دې نه ځانله د مينځني اسياﺀ هېوادونو نمائندګان به هم ګډون كوي۔ ده ووئيل د سعودي عرب د سرمايه كارۍ وزير د سعودي کاروباري شخصيات او سرمايه كارو سره راتللو سره دوه اړخيزه اړيكي لا مستحکم شي او هېواد كښې به د سرمايه كارۍ نوي موقع پيدا شي ٬ د هغوي د ملاقاتونو سلسله هم روانه ده ٬ په دې مهال به هغوي بيلو ملاقاتونو كښې په ځيني لوظنامو لاس ليك هم كوي۔په داسې موقع يو ځل بيا تحريك انصاف دا ټول پيشرفت متاثره كولو لپاره د احتجاج کال وركړې دې۔ده ووئيل د اېس سي او مشرانو غونډي د لارې مونږ پاکستان د اروپا او اسياﺀ په سفارتي منظرنامه رامخې ته كولې شو او د پاکستان شريك تجارتي اړيكو ته وده وركولې شي۔ احسن اقبال ووئيل د چين وزيراعظم د شنګھائي مرستي تنظيم په غونډه كښې په خصوصي توګه ګډون كوي كوم چې د پاکستان لپاره د لوئ اعزاز خبره ده۔

مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں