كوچنيان د هېواد او قام قیمتی اثاثه ده،د كوچنيانو د حقونو تحفظ او سباؤن محفوظولو ته خاص پام لرنه كوو ۔ د سېنېټ چیئرمېن

image

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي كوچنيان د هېواد او قام قیمتی اثاثه ده،د كوچنيانو د حقونو تحفظ او سباؤن محفوظولو ته خاص پام لرنه كوو۔د شورو په ورځ د سېنېټ سیکرټریټ د اړخه جاري بيان له مخې د كوچنيانو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې د سېنېټ چیئرمېن ووئيل كوچنيان د هېواد او قام قیمتی اثاثه ده۔د كوچنيانو د حقونو تحفظ او سباؤن محفوظولو ته پام لرنه كوو۔ماشومان د قوم او هېواد سباؤن دے۔د سېنېټ چیئرمېن ووئيل د كوچنيانو نړيواله ورځ مونږ ته د كوچنيانو د حقونو تحفظ عزم ته د لا ودې وركولو موقع راكوي۔د كوچنيانو معیاری تعلیم، صحت او ښې تربيې ته اړتيا ده۔د پاکستان هر بچي له محفوظ او روښانه سباؤن وركولو له لوظي يو۔ ده ووئېل په كوچنيانو تشدد او جبری مشقت مخنيوي لپاره كوټلي ګامونه پورته شوي۔ده ووئيل هر كوچڼي له ښه ژوند او موقعې وركول زمونږ قامی ذمه واري ده۔ ٬ د كوچنيانو تحفظ، تعلیم او صحت باوري كولو ته مونږ پام لرنه كوو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں