د وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې غونډه٬ د ګرين لائن بي آر ټي او كراچۍ سركلر رېلوے پروژو جاج واخستلے شو

image

اسلام آباد 14 اپرېل(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د ګرين لائن بي آر ټي او د كراچۍ سركلر رېلوے پروژو پېشرفت په اړه غونډه وشوه۔د رېلوے سېكرټري٬سي اي او پي پي پي اتهارټي٬اېس آئي ډي سي اېل٬ډي جي پلاننګ رېلوے او سينئر عهديدارو په غونډه كښې ګډون كولو۔د رېلوے سېكرټري غونډې ته ووئيل د كراچۍ سركلر رېلوے پرژوه به د ټاكلي ټائز لائنز له مخې بشپړه شي۔اسد عمر د رېلوے وزارت او پبلك پرائيوېټ پارتنرشپ اتهارټي (P3A)ته سپارښتنه وكړه چې د نجي څانګې ګډون كوونكو لپاره په پروژه كار پېل كړئ۔دغسې اېس آئي ډي سي اېل ته هم په دې لړ كښې د معاونت كولو سپارښتنه وشوه ۔وفاقي وزير دې پروژې لپاره د ټائن لائن د بندېزونو په ضرورت هم زور راوړو۔

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں