پاكستان او چين د ګڼ اړخيزه اصولو تحفظ، په نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو د مركزي كردار د ملاتړ او د سيمه ايزو او نړيوالو مهمو چارو سياسي او د خبرو د لارې حل لپاره په ګډه كار كولو ته صلاح شول

image

اسلام آباد 09 اپريل (اے پي پي) پاكستان او چين د ګڼ اړخيزه اصولو تحفظ، په نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو د مركزي كردار د ملاتړ او د سيمه ايزو او نړيوال نوعيت د مهمو چارو سياسي او د خبرو د لارې حل لپاره په ګډه كار كولو اتفاق وكړو. دا اتفاق تېره ورځ د ملګرو ملتونو د چارو په اړه د پاكستان او چين د مشاورت د دريم پړاٶ په مهال راغلے. د خارجه دفتر له مخې د مشاورت په مهال د خارجه چارو د وزارت ډائرېكټر جنرل عثمان اقبال جدون د پاكستاني او د نړيوالو تنظيمونو او كانفرنسونو د څانګې ډائرېكټر جنرل يانګ تاٶ د چينائي پلاوي مشري وكړه. په پاكستان كښې د چينائي سفارت، په چين كښې د پاكستان سفارت، په نيويارك او جنېوا كښې په ملګرو ملتونو كښې د چين او پاكستان دائمي مشنز هم په غونډه كښې ګډون وكړو. په دې ورچوئل غونډه كښې د ملګرو ملتونو په ټولو څانګو كښې د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه چارو تفصيلي خبرې وشوې. په دې موقع دواړو هېوادونو د ګڼ اړخيزه اصولو تحفظ، په نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو د مركزي كردار د ملاتړ او د سيمه ايزو او نړيوال نوعيت د مهمو معاملو سياسي او د خبرو د لارې حل لپاره په ګډه كار كولو ته اتفاق وكړو.

مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں