د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي او د اېران خارجه وزير جواد ترمېنځه ملاقات

image
APP26-300321 DUSHANBE: March 30 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi in a meeting with his Iranian Counterpart, Mohammad Javad Zarif on the sidelines of the 9th Ministerial Conference of the Heart of Asia-Istanbul Process. APP

دوشنبے 30 مارچ (اے پي پي) پاكستان او اېران د دوه اړخيزه مرستې ودې او په منطقه كښې امن لپاره په شريكو هڅو اتفاق كړے. د تاجكستان په پايه تخت دوشنبے كښې د آسيا زړه- استنبول پروسس كانفرنس په موقع د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي او د اېران خارجه وزير جواد ظريف ترمېنځه ملاقات اوشو. د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو ، په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په وده او په منطقه كښې د امن او امان مجموعي صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. په دې موقع خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل پاكستان اېران سره د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي. ده ووئيل د پاكستان او اېران ترمېنځه د اداره جاتي مېكانزم په نتيجه كښې په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته زياته شوې. د پاكستان او اېران ترمېنځه د تجارتي او اقتصادي مرستې د زياتولو ډېرې موقعې موجود دي او د دې څخه د استفادې كولو ضرورت دے. خارجه وزير هيله څرګنده كړه چې د پاك اېران باډر ماركيټ زر جوړېدو څخه به دواړه هېوادونه يو ډول استفاده وكړي. خارجه وزير په نړيوال فورمز د كشمير مسئلې په اړه په پرله پسې ملاتړ د اېران د خارجه وزير مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں