حكومت د نوې ټيكنالوجۍ ډاډګيرنې سره د صنعتي څانګې جدت او مسابقت ته وده وركولو له چمتو دے، د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسين د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پلاوي سره خبرې

image

اسلام آباد13اپريل (اے پي پي) د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي صنعتي څانګه د هېواد پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي لهذا د حكومت نوې ټيكنالوجې ډاډګيرني سره په دې څانګه كښې جدت او مسابقت ته وده وركولو له چمتو دے دغسې چې زمونږ صنعتونه په جديد ډول مصنوعات جوړولو سره د پاكستان برآمدات زيات كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري يو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د چيمبر صدر سردار ياسر الياس خان په مشرۍ كښې ده سره ملاقات كولو ۔د چيمبر سينئر نائب صدر فاطمه عظم، نائب صدر عبد الرحمن خان، ايګزيكټو غړي اوېس خټك، عمر حسين او رانا قيصر شهزاد په پلاوي كښې شامل وؤ۔چوهدري فواد حسېن ووئيل د سائنس او ټيكنالوجي پاكستان كونسل له دا ذمه واري وركړې شوې چې د هېواد صنعتي قامي انوويشن سروے وكړي د كومې مقصد چې هغه عناصر په ګوته كول دي كوم چې د صنعتي څانګي د جدت په لاره كښې خنډان دي او دغه خنډان لرې كولو سره صنعتي څانګه كښې د جدت هلو ځلو ډاډګيرنه كول دي۔ده ووئيل حكومت په هېواد كښې د شمسي توان پينل جوړولو ډاډګيرنه كوي دغسې چې د شمسي توان استعمال زيات شي۔ په دې مهال د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر سردار ياسر الياس خان وفاقي وزير د ځائي صنعتونو د مهمو مسائلو څخه خبر كړو او د هغې حل لپاره ئې په اصلاحي اقدامات زور راوړو

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں