وفاقي وزير پير نورالحق قادري په قاهره كښې د مذهبونو او كلتورونو ترمېنځه د مكالمې په موضوع كانفرنس كښې ګډون وكړو

image

اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري د خالي په ورځ د مصر په پايه تخت په قاهره كښې د مذهبونو او كلتورونو ترمېنځه د مكالمې په موضوع كانفرنس كښې ګډون وكړو. په دې كانفرنس كښې د 40 څخه د زياتو هېوادونو وزيرانو او د هېوادونو مشرانو ګډون وكړو. په دې موقع وفاقي وزير پير نورالحق قادري په خپله وېنا كښې ووئيل چې د يو بل دريځ اورېدل او شخړې د خبرو د لارې حل كول د نړۍ سباٶن او د ټولنو اصلاح لپاره ضروري دي. په دې موقع د مصر خارجه وزير پشمول د بېلا بېلو هېوادونو وزيرانو او د مصر مفتي اعظم هم وېنا وكړه.

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں