بې وزله اولس ته ريليف وركول د حكومت اولنۍ ترجيح ده۔ د بالواسطه ټېكسونو بوج كمولو ته دې خاص پاملرنه وكړې شي۔ د وزير اعظم د معاشي ډلې غونډې ته خطاب

image

اسلام آباد۔ 8 فروری(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح د عام اولس ګټه ده۔ د سختو معاشي حالاتو د لاسه بې وزله اولس زيات ځپلې شي۔ دوئي ته هر ممكن ريليف وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه خپله مشرۍ كښې د حكومت د معاشي ډلې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې د بنيادي ضرورت څيزونو بيعو كښې كمي راوستلو حوالې سره په ممكنه ګامونو غور وكړے شو۔ غونډه كښې وفاقي وزيرانو ډاكټر عبد الحفيظ شېخ ٬ اسد عمر ٬ مخدوم خسرو بختيار ٬ خصوصي مرستيالانو عبدالرزاق داؤد، ډاکټر عشرت حسین، ګورنر سټیټ بنک ډاکټر رضا باقر،معاونین خصوصی ډاکټر وقار مسعود، ندیم بابر، تابش ګوہر او مشران چارواكو ګډون كولو۔ غونډه كښې د احساس پروګرام د سېوري لاندې مستحقو كورنيو ته د ټارګټډ سبسډي وركولو حوالې سره په بېلو وړاندېزونو غور وكړے شو۔ وزیرِاعظم عمران خان غونډې ته خطاب كښې ووئيل د موجوده حكومت لومړۍ ترجيح د عام اولس ګټه ده۔ د سختو معاشي حالاتو د لاسه بې وزله اولس زيات ځپلې شي۔ دوئي ته هر ممكن ريليف وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ د بالواسطه ټېكسونو بوج د لاسه بې وزله وګړي زيات ځپلې شي ځكه د دې كمولو ته دې خاص پاملرنه وكړې شي۔ وزیر اعظم معاشی ډلې ته هدايت وكړو چې د خوراك څښاك په درآمد شوي څيزونو لګولې شوي ټېكسونو كښې د كمي په اړه دې هم وړاندېزونو وركړې شي دغسې چې اولس ته او په خاص توګه بې وزله وګړو او منځومانې طبقې ته ريليف وركړے شي

مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں