د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 1008 كېسونه رامخې ته شول٬ 40 نور رنځوران مړه شول ٬نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر

image

اسلام آباد۔17 جنوري (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د وائرس 1008نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 40 رنځوران مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائروس 31 زره 509 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه د دې وبا نه ګرد هېواد كښې 5 لکھ 12 زره 943 كسان ښه شوي۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړو وېنټی لېټرز د كورونا 254 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 31 زره 510 او د ځپليو 5 لکھ 56 زره 519 ته رسېدلې ۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه 12 زره 66 كسان كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 82 لکھ 56 زره 378 ټېسټونه شوي۔ د كورونا درملنو له خاص كړې شوو د ګرد هېواد 631 روغتونونو كښې 2219 رنځوران داخل دي

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں