اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې پاكستان تحريك انصاف په قومي اسمبلۍ او سېنېټ كښې تر ټولو لوي ګوند جوړ شوے، حكومت به انتخابي، معاشي او د عدليې د اصلاحاتو او د اولس د خېر ښېګړې اېجنډا مخ په وړاندې بوځي، كه اپوزيشن په دې كښې زمونږ ملګرتيا كول غواړي نو مونږ به ئې هركلې وكړو. د سېنېټ په ټاكنو كښې مسلم ليګ ﴿ن﴾ د پيپلز ګوند او پيپلز ګوند د جے يو آئي په خېټه چاړه منډلې، د كوم شارټ يا لانګ مارچ پروا نه لرو، اپوزيشن ته به په اسلام آباد كښې د يو ګلدان ماتولو اجازه هم ورنه كړو، د پي ډي اېم قيصه زړه شوې، په دې كښې شامل ګوندونه دې د اولس د وينې په څښكلو او د هېواد د خزانې په لوټ كولو د قوم نه بخښنه غوښتلو سره كفاره ادا كړي. ده دا خبرې د خالي په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې زمونږ په هېواد كښې د جمهوري عمل پړاٶ ترسره شوے. د سېنېټ نوي ټاكل شوي چيئرمېن صادق سنجراني، ډپټي چيئرمېن مرزا آفريدي او د پاكستان اولس ته مباركي وركوو. ده ووئيل چې صادق سنجراني بلوچستان سره تعلق لري او د وزيراعظم خواهش و چې هغه په تېر وخت دې نظرانداز كړې شوې سيمې لپاره په عملي توګه څه وكړي. ده ووئيل چې پخوانې فاټا هم ډېره وروستو پاتې شوې وه او د دې پرمختګ لپاره وزيراعظم فاټا په خېبر پښتونخوا كښې ضم كړه. دا يو مشكل كار وو، د پېړو نه چلېدونكې نظام په ښه ډول په خېبر پښتونخوا كښې ضم كړے شو او د دې سيمې پرمختګ لپاره د 100 اربه روپو فنډ وركړے شو. ده ووئيل چې په تاريخ كښې په وړومبي ځل بلوچستان او فاټا ته د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن نمائندګي وركړې شوې. ده ووئيل چې زمونږ حكومت غواړي چې ادارې خپل خپل كار كولو سره د اولس خدمت وكړي او پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كړي. ده ووئيل چې د پارلمان كار قانون جوړول دي كوم چې نېغه په نېغه اولس لپاره وي. د تېرو دوه نيمو كلونو نه له بده مرغه د پنجاب څخه مسلم ليګ ن او د كليوال سندھ سيمه ايز ګوند پيپلز ګوند قوانين او اصلاحاتو منظورې ته پرې نه ښودل. د اپوزيشن د سياست مقصد ذاتي ګټې ترلاسه كول دي، دوي داسې خلق پارلمان ته راوستل غواړي كوم چې د خاص ډلې د ګټو تحفظ وكړے شي او ځكه د تېرو 30 نه 35 كلونو سياست ادارې مفلوج كړې دي او اولس ئې د انصاف او خوشحالې نه محروم ساتلے. په دې وخت كښې اولس لپاره هېڅ ونه شول خو د نواز شريف، آصف زرداري او د دوي كورنيو په لندن، امريكا او بهرنيو هېوادونو كښې جائيدادونه او كارخانې جوړې كړې. كله چې دا خلق سياست ته راغلل نو يوه فېكټري ئې وه او اوس ئې 29 كارخانې دي. ده ووئيل چې اولس د عمران خان په عزم او بې داغه مشرې باور كولو سره د كال 2018م په ټولټاكنو كښې لوي مېنډېټ وركړے. ده ووئيل چې د تېرو 40 كلونو نه سياست كوونكي ګوندونه نن سيمه ايز ګوندونه جوړ شوي دي. ده ووئيل چې عدم اعتماد د اپوزيشن حق جوړېږي، چې كله عدم اعتماد راشي نو د دې به مقابله كوو. ده ووئيل چې د ټاكنو نه وړاندې د كېمرې په معامله به كمېټي جوړېږي او د معاملې پلټنې به كولې شي. ده ووئيل چې د كورونا په زياتېدونكې شرح كښې بايد ټول احتياط وكړي، بايد كومې داسې چارې ونه شي كومې چې زمونږ روغتيا او سلامتيا لپاره چېلنج جوړ شي.