اسلام آباد09 مارچ(اے پی پی) امير البحر اېډمرل محمد امجد خان نيازي په سركاري دوره قطر ته رسېدلے او د قطر اعلٰی عسكري مشرانو سره ئې ملاقاتونه كړي. د ملاقاتونو په مهال د شريكې خوښې په چارو او د دوه اړخيزه مرستې په وده خبرې وشوې۔ د پاك بحريه وياند له مخې د دوحه نيول بيس ته په رسېدو د قطر د اميري نيول فورس كمانډر د اېډمرل محمد امجد خان نيازي تود هركلے وكړو۔ ده د قطر نيول چيف آف سټاف او د قطر ايئر فورس كمانډر سره هم ملاقاتونه كړي۔امير البحر په منطقه كښې د سمندري تحفظ او امن باوري كولو لپاره د پاك بحريه عزم رامخې ته كړو۔ كوربه چارواكو د منطقې سمندري امنيت باوري كولو كښې د پاك بحريه كردار وستائېلو۔ د پاك بحريه مشر د قطر بېلو سمندري تنصيباتو دوره هم وكړه۔ نيول چيف د جوان بن جاسم كالج دورې په مهال د كالج كمانډانټ سره ملاقات وكړو او تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو ته ئې خطاب وكړو۔ د نيول چيف دا دوره به د دواړو هېوادونو او په خاص توګه د بحري ځواكونو ترمينځه اړيكو ته وده وركړي